نظــر

اډې څوک غواړي؟؟؟

کله کله سړي ته خندا ورشي يوڅوک چې لږ هم عقل ولري او په قرآني نصوصو يوذره هم ايمان ولري، له کفارو سره به د دې ستر جنايت په هوکړه راضي نه وي.
جاپان يو له هغو هېوادونو نه دى چې پکې امريکايي وحشيان پوځي اډې لري. د اسشيتدپريس پر حواله په دې هېواد کې له ٢٠٠٥تر٢٠١٣پورې ١٠٠٠ بېلابېلې د جنسي تيريو اړوند پېښې ثبت شوې دي، چې په دې ټولو کې يې يواځې پر ١٧٩محکاکمه چلولي چې ٦٨پکې زندانيان شوي دي.

نو هغه څوک چې له داسې وحشيانو سره د اډو د پايښت خبره کوي، ايا د جاپان په څېر زور لري؟

ايا د جاپان په څېر امريکا ته ورنږدې دى؟

ايا  دجاپان په څېر ټکنالوژي لري؟

نه!

مګر بيا هم غواړي له امريکايوه نا انډوله هېواد سره دغه تړون لاسليک کړي، چې پر اساس يې دلته امريکايان پاتې کېداى شي.

ځينو امريکايي سرچينو خو لا دا حواله ورکړې چې دغه امريکايان به په جنګ کې مداخله نه کوي، يواځې به جنګ رهبري کوي.

پر دې مانا چې  د دې اډو په شتون کې به خامخا بين الافغاني جنګونه روان وي چې مديريت او رهبري به يې د دوى په لاس کې وي.

يعني امريکايان نه غواړي له دوه زره څوارلسم وروسته هم دلته ارامي شي، دوى دلته ځکه پاتې کېږي چې جنګ رهبري کړي.

او پر جنګ سربېره د جنسيو تېريو دمديريت رسمي څوکۍ هم ونيسي. که څه هم داپېښې په افغانستان کې نوې نه دي، تاسې اوس هم په يوټوب کې د هغه امريکايي عسکر ويډيو کتلاى شئ چې هغه د څلوېښتو افغان پېغلو د پېغلتوب د له منځه وړلو دعوه څومره په وياړ سره کوي. مګر ددې تړون او اډو په شتون کې به يې د دوى دغه کړنې رسمي رنګ ولري، او په وړاندې به يې دغه اوسني ګوډاګيان دقبالې له مخې ګوډاګيان وي. نو که هرڅوک د دې اډو د موافقت غږ کوي خپله کورنۍ دې په نظر کې ولري اوهغه اور چې وړاندې بلېږي هرو مرو د دوى ترکورونو ور رسېدلاى شي، داسې وخت به هم راشي چې دهمدې رسمي ګوډاګيانو خويندې ميندې به د وامعتصما!!!چيغې وهي.

نو د اډو موافقين دي د دخپلو عزتونو درسمي تالان پر تمه اوسي.او…

قيوم عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x