
افغانستان
اجرائیه ریاست وايي چې د خلیجي هیوادونو کړکیچ له نیژدو څاري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): اجرائیه ډاکټر عبدالله په خلیجي هیوادونو کې د وروستیو شخړو په اړه ویلي چې دوی هلته حالات له نیژدو څارې او د ارزونې وروسته به د قطر سره خپلې اړیکې عیاري کړي.
د قطر سره سعودي، امارات او بحرین دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او پر دغه هیواد یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
همداراز د سعودي او امارات تر تاثیر لاندي افریقايي او عربي هیوادونو د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو پریکون اعلان کړی.
د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ویاند جاوید فیصل رسنیو ته وویل چې مونږ مخکې هم ټینګار کړی چې د تروریزم پر ضد په نړیواله کچه باید ایتلاف را منځته شي او کوششونه سره متحد شي، په دې اړه اسلامي او عربي هیوادونه اساسي رول لوبولای شي.
د کابل غلامه، فاسده او بی کفایته اداره او لوی لوی خبری او هغه هم د اجراییی ریاست هلکو په خوله [ چه وایی مونږ د خلیجی عربی هیوادو کرکیچ له نزدی څارو ] ماته هغه د احمق زوم قیصه را به یاد شی ورته ویل شوی وو چه د خواښی خسر کورته ځی لوی لوی خبری به کوی ، هغه احمق بیچاره به د هری عادی پوښتنی په ځواب کی د اسمان ، ستورو ، وریځو او داسی نور نومونه اخستل تر دی چه د خواښی خسر کورنی فکر وکړو چه دی لیونی ته باید خپل لور ورنکړی ]… نور لوستل »
اجرایه او دکابل حکومت دومره غول کړی چی ټول خلیج یی نه شی پاکولی خوشی ګوزونه مه ولی تیزنو۰۰۰۰