افغانستان

طالبانو د ننګرهار په پرونۍ نښته کې د سیمه یېزو چارواکو ادعا رد کړه

نن ټکی آسیا: طالبانو د ننګرهار د امنیتي چارواکو دا ادعا، چې په عملیاتو کي يې ۴۰ تنو طالبانو ته مرګ-ژوبله اړولې، رد کړه او د ور اوښتیو  لږو تلفاتو پخلی یې وکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،  پرون غرمه ۱۱ بجې تر بيګا ناوخته پورې د ننګرهار ولایت شیزادو ولسوالۍ ستره تورمې او کمه تورمې سیمو کې له هغو ګډو ځواکونو سره سخته نښته روانه وه چې سيمې ته د عملياتو په موخه راغلي وو.

د نوموړي په وینا، په دې څو ساعته نښته کې  ۱۱ مريکايي او کورني وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان شول چې په ۴ امبولانس هيلکوپتر وکې يې له سيمې نه انتقال شوي.
مجاهد د ننګرهار د امنیتي چارواکو ادعا، چې په برید کې یې د دوی ۴۰ کسانو ته مرګ-ژوبله اړولې، رد کړه او یوازې د ۷ تنو ملګرو له لاسه ورکول او د ۹ نورو د ټپي کېدا پخلی یې وکړ او زیاتوي، چې :« دښمن په ياده سیمه کې د مجاهدينو تلفات د ۴۰ پورې ښودلي چې موږ يي دغه دعوه په کلکه ردوو. دښمن غواړي خپله رسوا ماتې او ور اوښتي تلفات دمجاهدينو د تلفاتو په لوړ ښودلو سره تلافي کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x