نړۍ

قطر: زمونږ څخه غوښتل کیږي چې تر خپل استقلال تېر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د قطر وزیرانو شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د سعودي، امارات او بحرین وروستی موقف ته په حیرت کې دی، او زیاته یې کړه چې ددوی هدف دادی تر څو قطر تر خپل وطني احساس تیر شي او استقلال یادو هیوادونو ته تسلیم کړي.

د وزیرانو شورا په خپل خبرپاڼه کې وړاندي ویلي چې دغه پرېکړه په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دی، او اساس یې پر درواغو، ادعاءاتو، تهمتونو او غلطو ګمانونو ولاړ دی. او زیاته یې کړه چې یادو هیوادونو پر قطر باندي د بندیزونو د اعلان تر مخه لا د خپلو خبري رسنیو له لاري د قطر په اړه منفي پروپاګند وکړ تر دې چې حتی د قطر بنیادي مشرانو او نیکونو ته یې توهین وکړ.

په خبرپاڼه کې وړاندي راغلي چې د رسنیز بریدونو وروسته د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کول او سرحدات تړل یوازې ددې لپاره دي تر څو قطر هیواد تر خپل ازادي پالیسي او استقلال تېر سي.

قطر همداراز ټینګار کړی چې دوی به د خلیجي هیوادونو سره تر سره شوي تړونونه ټوله عملي کوي او ځان ورته ملزم بولي او همداسي به د تروریزم پر خلاف په نړیوال ایتلاف کې فعال رول لوبوي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې قطر به خپلې هڅې جاري ساتي تر څو په هیواد کې د استوګنو ورځنی ژوند متاثره نه شي، د سمندری او هوايي لاري به د نړۍ سره خپل تجارت پراخوي او د سعودي – اماراتي بندیزونه به پر دوی هیڅ تاثیر ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x