fbpx

کندهار: د طالبانو د امیر په فرمان ۶۲ تنه عسکر خوشي شوي دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو امیر شیخ هبت الله اخوندزاده د ځانګړې فرمان پر اساس په کندهار کې د طالبانو له بندې خانو څخه ۶۲ تنه بندیان خوشي شوي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه بندیانو کې د ملي اردو عسکر، پولیس، اربکیان او د دولتي ادارو ځیني مامورین شامل وه.

د خبرپاڼې سره سم د طالبانو امیر دغه فرمان د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت صادر کړی او په دغه فرمان سره د افغانستان د مختلفو ولایتونو بندیان ازاد شوي دي.

د قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بندیانو ته کرایه هم ورکړل شوې تر څو تر خپلو کورونو پوري ولاړ شي او وعده ځیني اخیستل شوې چې بیابه د دولتي ځواکونو لیکو ته نه ورګرځي.

باید وویل شي چې طالبانو ددې تر مخه هم په ورته فرمانونو باندي د دولتي ځواکونو عسکر خوشي کړی او تعهد یې ځیني اخیستی دی چې بیابه دولتي لیکو ته نه ورګرځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بلال
میلمه
بلال

که د کابل غلامه اداره ځان غلام نه ګڼی ، د طالبانو دی اسلامی او انسانی همدردی په شان ورته کارونه دی دوی هم وکړی څو کسه طالبان دی خوشی کړی همدغه کار سولی ته لیاری لندوی زړونه نزدی کوی زړونو کی مینه او محبت اچول کیږی. لږ تر لږه دا څومره غیر انسانی او ضد بشری عمل دی چه د شهیدانو دومره توهین کیږی ، دا د ملحد ، کمونست او سکولریست غنی د فرمان لاندی کسان دی د هغو هره کړنه د غنی کړنه او دغنی قومانده ده او د غنی هغه قومانده چه له بادارانو یی تر… نور لوستل »