افغانستان

طالبانو په فاریاب کې د خپلو جنګیالیو د جسدونو سپکاوی وغانده / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په فاریاب ولایت کې د طالبانو د وژل شویو جنګیالیو جسدونو ته سپکاوی شوی چې په اړه یې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي کلک غبرګون ښودلی او دغه کړنه یې غیر انساني او غیر اسلامي بللې ده.

قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږل شوي پیغام کې ویلي چې نن غرمه د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په قروسای سیمه کې په یوه کمین کې پنځه تنه طالبان ووژل شول.

نوموړي ویلي وروسته د دولتي ځواکونو عسکرو د هغوی لوڅ جسدونه پر خپلو موټرو تړلې او په بازار کې يې د خلکو په وړاندي نندارې ته ایښې دي.

د طالبانو ویاند وویل چې دغه سي غیر انساني چلند پر دې دلالت کوي چې دولتي ځواکونو څومره روحیه له لاسه ورکړې او په څرنګه غیر انساني روحیه باندي روزل شوي دي.

نوموړي وویل په داسي وخت کې چې «اسلامي امارت» د دولتي ځواکونو بندي شوي عسکر د روژې په مناسبت خوشي کوي او هغوی ته کرایه هم ورکوي تر څو خپلو کورونو ته ولاړ شي، د «دښمن» له لوري دغه سي یو اقدام پر دې دلالت کوي چې هغوی په اخلاقي او انساني لحاظ څومره ټیتې درجې ته کښته شوي دي.

قاري یوسف احمدي ټنیګار کړی چې په دغسي کړنو او انځورونو به هیڅ کله د «مجاهدینو» روحیات ټیټ نه شي بلکې هغوی به نور هم د خپلې مبارزې پر سپيڅلتیا باوري شي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم یوه قومندان «نظام قیصاري» د لس تنو طالبانو تر وژلو وروسته د هغوی سره دغه سي چلند وکړ.

باید وویل شي چې د جګړې د نړیوال قانون له مخې په جګړه کې د وژل شویو عسکرو او جنګیالیو جسدونو ته سپکاوی جنګي جرم بلل کیږي، د ملګرو ملتونو د حقوق بشر اداره دغسي پيښې ثبتوي او د امکاناتو موندلو په صورت کې په جنګي جرمونو تورن کسان دولتي او نړیوالو محکمو ته را کشوي او هم پر حکومتونو فشار واردوي تر څو دغسي کسان له خپلو دندو څخه ګوښه او محکمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انعام

د غرو ځناورو او د دجال غلامانو نوره څه هیله کیدی شی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ زه باور لرم چه دوی ته به الله ج تر دی څو ځلی شرمیدلی او درنه سزا واوروی نه یواځی دوی بلکه د دوی غلامو قوماندانانو او د ع او غ غلام ، فاسد او بی کفایتی اداری ته . همدا اوس د خپل منځی جګړی په مخ روان دی شروع یی شوی ، مګر لوی دجال یی که مخه ونه نیسی دوی لوبه وخته پیل کړی.د الله ج فرمایی چه شهیدانو ته مړه مه وایاست هغوی ژوندی او حتی ستاسی په شان خوراک کوی . دا… نور لوستل »

Pattang

دا خو نوي خبره نده ! أوزبك أو تاجك. ملي شو په دشتي ليلي ، مزار أو شبرغان كي داسي غيري إسلامي كارونه ډير کړي دي . دا منافقين نه اسلام پيږني اونه مسلاماناندي دغه عمل په ټولو اديانو کي منعه دی. عجيبه داده چي خارجي ميړونه يی هم ورته ګوري! که څه هم دغه منافقين سره يو ندي خو طالب ته يی لاره يوه ده . دغه کار امريکايانو هم کړی دی. الله پاک دي طالبانو وروڼو ته بری ورکړي ! زمونږ په دين کي د مړيو سپکاوی منعه او کبيره ګناه ده . نالت په کفارو او مذدورانو… نور لوستل »

baset khan

که چيرته خداي ناخواسته داسي بشرضدعمل طالب کړی وای ايادميډياپرمخ به نن بله خبره وه ؟ اياکفري غلامومطبوعاتوبه نن سرخي دخپلواخبارونوبل شی ګرځولی وای؟ تاسوځيرشئ که يوکافريايومسلمان په نامه مسلمان چې دکفارودغلامي کړۍ غاړې ته اچولي که يې نن دغه بزديلانه عمل وغانده اوراشه داسلام حکم اودمسلمان اميرحوصيله چې کفرې غلامه اداره يې بنديان په اعدام محکومه وي هغه بنديان چې صرف تورباندي لګيدلی اودوی يې شپيته تنه زندانيان چې لاس په لستوڼې په جنګ کي نيول شوي دروژې په مناسبت له بنده ورته ازادوي افسوس دبي سترګو تس په نامه مسلمانانوپه حال

عبدالولی (فهیم)۰

دا د ### به خوشحاله وی چی مونږ داسی کوم ښه کار کړی تاسی خو د امریکا غلامان یاست که امریکا درسره نوی نو دونه غیرت خو نه لری چی طالبانوسره وجنګیږی دا ستاس وحشی توب او نا انسان توب ښی چی خپل افعان ورونه مو پداسی حال کړی حال داچی دوی هغه کسان دی چی غواړی افغانستان له یرغلګرو خلاص کړی او د تاس په څیر بی غیرته خلک د غلامی څخه وژغوری الله دی د دوی دا سر ښندنی خپل دربار کی قبولی کړی .

اقبال

غم یی مه کوی ، څوک چه معنویات له لاسه ورکړی ، د هغوی له خبیثو بدنو وجدان ( الهی محکمه ) هجرت یا کډه کوی وجدان او الهی محکمه په ناپاکو او پلیتو بدنو کی نه شی پاتی کیدی ، نو اوبه چه په سر واوړی څه یوه نیزه او څه ډیری ، دوی ته د مسلمانانو حتی د مړو عزت او هغه هم چه د لونډانو ( اشغالګرو په زمینی یا هوایی مرمیو په شهادت رسولی او بیا د هغو مړی بی عزتي په حقیقت کی د دوی بی عزتي ده . د دوی له حاله دی الله… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا نه ده چه د چا نوم اسلامی او یا په اسلامی هیواد کی د مسلمان مور او پلار څخه زیږیدلی هغوی به خامخا مسلمانان او لا به خامخا کافر وی، په ځانګړی ډول دی اخره زمانه کی ، حدیث شریف کی فرمایی چه اخره زمانه کی به داسی وخت راشی چه سهار به مسلمان او ماښام به کافر او یا ماشام به مسلمان او سهار به کافر وی دا معنی چه اسلام په نوم او هیواد نه دی بلکه د هر شخص دکړنو او عقایدو بوری اړه لری هر مسلمان باید تل به خبلو کړنو او عقایدو څارنه ولری… نور لوستل »

قیامت دی

بیانزیه ######### طالبانو په سلهاوو بیګناه انسان وژلی په الله تعالی قسم چی وژلی یی دی. زکه خلک کرکه ورخخه کوی. البته دولت خصوصا استخباراتو کی داسی بی دینه سته چی نه خدای منی نه رسول طالب سره یی فرق داوی چی طالب کلیمه وای.

طوطی

وایی: مکوه په چا چی وبشی په تا. خیریت خو وه فاریاب کی مو څه کول جنګ ته تللی وی جهاد مو کاوو امریکان مو وژل؟ ا مریکایانو سره خو تا طالب سوله وکړه نو بیا فاریاب کی مو څه کول، د دشت لیلی له حماسی څخه مو پند نوه تر لاسه کړی؟ حکومت سوله غواړی، خلک سوله غواړی حال مو بدتره شه. ټول ولس مو سرګردانه کړی نور نو خلک چیری ولاړ شی؟

قیامت دی

طوطی ګله!!! چی دمکی د امام خبره نه منی، د مسجد نوی د امام فتوا نه منی، د الازهر د امام فتوا نه منی، د اسلامی هیوادو د اتحادی خبری او فتوا نه منی، د افغان تقریبا دری زره علماوو خبری نه منی نوستا په خبره کله غوژ ګوروی. دا سخت سرتمبه خلګ دی د مفتی قوی ملا فضل االرحمن او …. خبری او فتوا اوری.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx