افغانستان

امریکايي سناتور: کرزي د خپلې خوښي واکمنۍ پيل کړې

نن ټکی آسیا: د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړي ، د بګرام له زندانه د بې ګناه زندانیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ پرېکړه په سختو ټکو غندلې او پر کرزي یې تور پورې کړی، چې غواړي په افغانستان کې د خپلې خوښي واکمني وچلوي.

د امریکا د کانګریس غړي لیندسي ګراهام چې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي کمېټې په استماعیه غونډه کې یې خبرې کولې وویل، چې ولسمشر کرزي اساساً د خپلې خوښي واکمني پیل کړې او خبرداری یې ورکړ، چې که نوموړی په دوو ورځو کې د خوشي کېدونکو بندیانو له پریکړې بېرته پر شا نشي، دوی به کانګریس ته وړاندیز وکړي،چې له افغانستان سره کېدونکي انکشافي مرستې تر هغو وځنډوي؛څو نوی ولسمشر د کرزي څوکۍ اشغال کړې نه وي.
نوموړی چې خورا جدي برېښيده زیاته کړه، چې له امریکا سره د امنیتي تړون پر نه لاسلیک د ولسمشر کرزي ټینګه درېدا او د بندیانو په اړه مستقلې پریکړې ، د واکمنۍ د پای په شېبو کې د نوموړي د استقلالیت او خپلسرۍ غمازې کوي.
د امریکا د کانګریس یاد غړی دا خبردارۍ پر داسې مهال ورکوي، چې د امریکا کانګریس وار له مخې د همدې موضوع پر تړاو له افغانستان سره د امریکا انکشافي مرستې پنځوس سلنې ته راټيټې کړې دي.
په عین حال کې ، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه غندلې ده.
د یادونې وړ ده ، چې دوې ورځې وړاندې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې بهرني ځواکونه نور په افغانستان کې د هېڅ ډول بندي د ساتنې او د خلکو د نیولو حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x