افغانستان

کریم خلیلي د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار اکرم خپلواک تېره ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې د سولې عالي شورا لپاره د نوي مشر په توګه کریم خلیلي انتخاب شوی دی.

باید وویل شي چې د سولې عالي شورا د پخواني مشر پير سید ګیلاني تر مړینې وروسته اکرم خپلواک ددغه شورا د اجرائیوي مشر په توګه ټاکل شوی وو.

په حکومت کې دننه ځیني کړۍ د کریم خلیلي ټاکنې ته د ولسمشر د یوه سیاسي چال په سترګه ګوري چې په واسطه یې غواړي د هزاره ګوندونو څه نا څه ملاتړ تر لاسه کړي.

کریم خلیلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې دویم مرستیال او وروسته د سولې عالي شورا د سلاکار په حیث پاته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
baset khan

يومتل دی وايې : دانا….. هسي هم ښه ښکاريديده خوچې غونډل هم باندې ووجيچله اوس به نوښه خوندوکړي رباني اوګيلاني پکشي دصفرپه مقابل کي په صفرسره پکشي ناکام شول په دي خونخوارازاريګي به يې ښه ودانه کړي سخط مفکردی دابي کلمو امريکايې لاسپوڅی

ساپی امام الدین

درنو لوستونکوپه سلامونومو هر کلی کوم.
عجبه ده قاتل ته یی واک ورکړچی ولاړشه مقتول سره روغه وکړه
زه نه پوهيږم چی داډالریان په دي مظلوم ملت نوری څه نادودي کول غواړی اوس يي خبره ملنډوته ورسیده.
خودادی به یاد ولری چی دا باتور ملت نور دوکه کولای نه شی اوس هرڅوک پوهیږي چی غوا توره ده اوشیدی سپینې دی.

الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! دغه مظلوم او مومن ملت تر هغی یووالی او پاڅون نه شی کولایی چه د لاله الا الله محمد رسول الله په ژوره معنی ، ماهیت او مفهوم پوه شوی نه وی ، د دجال او دجالی سیستم په مقابل کی یی کرکه ورکه او ویره نه یا کمه شی که تاسی زمونږ په دی خبره پوره سوچ وکړی زما دا خبره به درته د ټولو ستونزو کیلی یا کنچی معلومه شی حتی مونږ روشنفکران تر یوی معلومی کچی ( چه هغه زمونږ ایزمی خط یا تګلیاره ده ) پوری د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x