افغانستان

د طالبانو بریدونو د امام صاحب ولسوالۍ سقوط ته نږدې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت د امام صاحب ولسوال د ګډحکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره امام صاحب ته اضافي ځواکونه ور ولیږي، کنه دغه ولسوالي به هم د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

ولسوال امان الدین قریشي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې طالبان ولسوالۍ ته را نیژدې شوي دي او شاوخوا کلي يې تر خپلې ولکې لاندي را وستلي دي.

نوموړي وویل: «تېره شپه امنيتي ځواکونه راورسېدل، عمليات يې پيل کړل، خو له بده مرغه چې طالبانو پرمختګ درلود او د ولسوالۍ مرکز ته رانږدې شوي دي، اوسمهال وضعيت خرابه دى؛ زه اوس د ولسوالۍ په تعمير کې يم او هغه د جنګ لومړۍ کرښه ده».
نوموړي ټینګار وکړ چې مرکزي حکومت دي د امام صاحب ولسوالۍ ته متوجې شي او ژر تر ژره دي اضافي ځواکونه را ولیږي کنه لیري نه ده چې ولسوالي د طالبانو پر لاس سقوط وکړي.

باید وویل شي چې طالبانو د امام صاحب پر ولسوالي له څو ورځو راهیسي جګړه پیل کړې چې په ترڅ کې د اقبای کلی، د روضې په نوم سیمه او ولسوالي ته نیژدې نوري اطرافي سیمې نیولي دي او د ولسوالۍ مرکز د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x