پاشلی حکومت د سولې لپاره د نړیوالي اجماع په لټه کې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې چې نن په پلازمینه کابل کې د «کابل پروسې» په نامه غونډه جوړه شي چې د نړۍ د ۲۵ هیوادونو په شمول به درې نړیوالو بنسټونو استازي هم ګډون په کښي وکړي.

د ولسمشر ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تېره شپه په یوه خبرې ناسته کې رسنیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې په شمول به تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران، ترکیه، جنوبي کوریا، سعودي، امارات، قطر، برتانیا، جرمني، فرانسه، ناروې، سویډن، ایټالیا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا استازي به ګډون وکړي.

باید وویل شي چې د کابل پروسه په داسي وخت کې خپله لومړۍ ناسته کوي چې د تیرې اونۍ راهیسي امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب، په سیاسي کچه ګډحکومت سره پاشل شوی او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندي راوستل شوی دی.

د تېري اونۍ په چهارشنبه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د ټانکر په واسطه یوه لویه چاودنه وشوه چې له امله یې تر پنځه سوه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه چاودنې مسؤولیت تر اوسه هم چا په غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو په کلکو ټکو وغندله.

د تیرې جمعې په ورځ د ګډحکومت د امنیتي چارواکو د بې کفایتې پر ضد پر لاریون باندي د ګارنیزون عسکرو ډزې وکړې چې له امله یې یو ځل بیا په لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په هغه کې د مشرانو جرګې د دویم مرستیال محمد عالم ایزیدیار زوی سالم ایزدیار ځوان زوی هم ووژل شو.

د شنبې په ورځ د کابل په سرای شمالي کې د سالم ایزیدیار جنازه کې ډاکټر عبدالله او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په شمول د ګډحکومت جګپوړو چارواکو ګډون درلود، خو بیا هم په دغه جنازه کې دننه ۳ پرلپسې چاودنې وشوې، تر شل زیات کسان په کښي مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.

د جمعیت ګوند چې د ګډحکومت نیم په نیمه شریک ګوند دی، د امنیتي ادارو پر سر ګمارل شوي مسؤولین بې کفایته وبلله او د هغوی ګوښه کېدل یې د حکومت سره د جوړجاړي لپاره خپل لومړی او اساسي شرط وباله. د جمعیت ګوند د هغه ناستې سره هم بایکاټ اعلان کړ چې د ولسمشر اشرف غني په مشرتوب د روانو پېښو د ارزونې په موخه په ارګ کې را بلل شوې وه. د بلخ والي او د جمعیت ګوند مخکښ مشر عطانور پر اجرائیه رئیس غږ وکړ چې خپل موقف دې روښانه کړي، چې په روانو حالاتو کې د حکومت تر څنګ ولاړ دی او که د ولس سره . د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نظام کې دننه یو شمېر کړې د تروریستانو په ملاتړ تورنې کړې.

بلخوا په کابل کې د جمعیت ګوند تر څنګ، ولسي جرګې اکثریت غړي، د حراست او ثبات شورا او نور احزاب د ګډحکومت د اوسني چلند څخه ناخوښه دي او د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندي نیسي.

د شنونکو په نظر په داسي یوه کړکیچنه او پاشلې فضا کې د کابل پروسې په نامه د سولې لپاره د نړیوالي اجماع لټه په ځان پوسخند وهل دي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت اړوند سولې عالي شورا ته مشر هم تېره ورځ ناوخته وټاکل شو او دنده ور له غاړې شوه چې سبا د «کابل پروسه» کې د سولې اړوند مجلس مشرتوب په غاړه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د