افغانستان په نړیوالو رسنیو کې: وخت رارسېدلی چې امریکا پښې سپکې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې د امریکا نوې ولسمشر ټرمپ لا د افغانستان په اړه خپله راتلونکې ستراتیژې نه ده اعلان کړې، د امریکا اکثره رسنۍ او تحقیقاتي مرکزونه د افغانستان څخه په اوس وخت کې د پښو سپکولو ستراتیژې تر ټولو غوره بولې او پر نوي ادارې ټینګار کوي چې ژر تر ژره له افغانستان څخه عسکر راوباسي او د امپراتوریو دغه هدېره پر خپل حال باندي خپل ولس ته پرېږدي.

باید وویل شي چې د امریکا د ستراتیژې د ځنډ لامل د ولسمشر ټرمپ په نوې اداره کې د پوځي او سیاسي کړیو تر منځ د اضافي عسکرو لېږلو او د افغانستان د جګړې پر اداره کولو باندي د شدید اختلاف شتون دی.

د نن ورځې په رسنیو کې «دي نیویارکر» لیکي: ولې به افغانستان ته اضافي عسکر لېږل بې ګټې وي.

د «هاملټون سپکټېټر» په نامه وېب پاڼه لیکي: افغانستان: وخت را رسېدلی چې غربیان پښې سپکي کړي.

نیویارک پوسټ لیکلي: همدا وخت دی چې د افغانستان جګړه ناکامه ومنو.

سي بي ایس نیوز خپلې تبصرې ته سرلیک ورکړی: مونږ ولي تر اوسه په افغانستان کې یو؟

واشنګټن ایګزامینر لیکي: امریکا افغانستان نه شي رغولای او باید د نورو هڅو څخه ډډه وکړي.

ډېلي سګنال لیکي: افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، راشئ وګورو چې کامیابي به څرنګه وي.

دا هغه سرټکي دې چې نن ورځ د امریکا او نړۍ په مختلفو رسنیو کې ګردش کوي او د امریکا په شمول د نړۍ اکثره کارپوهان په یوه نظر دي چې امریکا په افغانستان کې شکست خوړلی دی او هیڅ وجه نشته چې د امریکا شکست په بریا بدل شي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ګډحکومت په دننه کې یو ځل بیا وروسته تر هغه اختلافات را پورته شوي او د حکومت مشروعیت تر سوال لاندي راغلی دی چې د ګډحکومت نیم په نیمی شریک جمعیت ګوند د حکومت پر مشروعیت او جګپوړو چارواکو بې اعتمادې څرګنده کړې ده او هغوی یې په بې کفایتي او د تروریزم په ملاتړ تورن کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د