hassan

د غم ورځ!!!

له ننه پوره پنځه شپېته کاله وړاندې پر همدې ورځ د لوى وير ټغر خپور شو، پرهمدې ورځ سترګې وازې پاتې شوې، خولې چوپې شوې، لاسونه ورېږدېدل، اسمان وژړل، ځمکه سره تبۍ شوه، ونو چيغې کړې او ټولو کايناتو پر جنايت کوونکو لعنتونه ويل.
پوره پر همدې ورځ د فبروري پر دوولسمه داسلامي نړۍ ستر داعي د علامه سيدجماالدين افغان رحمه الله لاروى د اخوان مسلمين بنسټګر پر شهادت ورسيد.

انالله وانااليه راجعون

شهيد امام حسن البنا رحمه الله په ١٩٠٦زېږېديزکال د مصر په محموديه کې وزېږيد. په ١٩٢٧ز کال کې د قاهرې د دارالعلوم له فراغته وروسته يې په ١٩٢٨زکال په اسماعليه کې د اخوان المسلمون اسلامي غورځنګ بنسټ کېښود.

پنځه شپږ کاله وروسته يې د غورځنګ دفتر له اسماعليه نه قاهرې ته انتقال کړ، د شهيد امام پيغام داو چې اسلام يو نړيوال دين دى، هغه به ويل چې له پنځوس کاله راهيسې په مصر کې غيراسلامي قوانين حاکم دي.

د تبليغ لپاره يې د اخوان المسلمين ځينې کتابونه او له ١٩٣٥کال وروسته يې المنار ورځپاڼه ښه وسايل وو.په ١٩٤٨کال کله چې بريتانايا له فلسطينه ووتله او هغه يې خپلواک اعلان کړ،نو اخوان يې د بشپړولو د پرسې غوښتنه وکړه، چې له فلسطين سره د بې کچې مينې په خاطر له ا خوان سره هم بې کچې مينه زياته شوه چې په دوو کلونوکې يې ملګر تر په پنځو لکو زيات شول،پرهمدې کال مصري دولت دشهيد امام غورځنګ ناقانونه اعلان کړ او زرګونه يې غړي يې بنديان شول.

د ١٩٤٩زېږيديز کال د فبرورۍ پر ١٢مه درې څلوېښت کلن امام حسن البنا په توره شپه کې پر شهادت ورسول شو.مګر ترشا يې د رتنسي غوندې ملګري پرېښودل چې ويل به يې:له دښمن سره بايد دټوپک په شپېلۍ خبرې وشي.

لیکوال: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د