شعـــــرونه

غزل/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

درپسې مرم ګوهره غاړه راکړه
غاړه دروړم دلبره غاړه راکړه

له مودو تږى تږى يم جانانه
له تندې مرم کوثره غاړه راکړه

چې سپين تندى مې پرې غوټۍ غوټۍ شي
د شهادت پرهره غاړه راکړه

لکه لونګ دې پر سينه ټومبمه
په مرمو سورى ټټره غاړه راکړه

د ستړي ژوند له ښاره کډه دروړم
د تور لحد بستره غاړه راکړه

په غليمګي دې له څنګ بريد کومه
اى د سنګر کمره غاړه راکړه

که د پالنګ په غاړه مړ پروت وم بيا
منګى در وړم ګودره غاړه راکړه

د عزيز زړه چې پرې وږمه وږمه شي
د مست غزل هنره غاړه راکړه
ـــــــــــــــــــــ
عزيزالله حسيني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x