
له محبوب سره حشر
حکيم الله صابر الحنفي
امام رازي رحمه الله ویلي : چي له جناب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم سره د هغه د ازاد کړل شوي مریې (غلام) ثوبان رضي الله عنه ډیره زیاته مینه وه ، د رسول اللّه صلی الله علیه وسلم نه یې د جدایې صبر نه شو کولی.
یوه ورځ هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسي حالت کي راغی چي رنګ یې تغیر او بدن یې کمزوری شوی ؤ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه نه ددې ناروغۍ سبب وپوښتی هغه وویل: یارسول الله صلی الله علیه وسلم زه هیڅ ناروغي نلرم خو ماته آخرت په یاد شوئ ؤ ، او بل داچي یوه ورځ وشوه چي تاسي مي لیدلي نه واست او ستا د لیدو په انتظار وم ، اوس پدې فکر کي یم چي په آخرت کي به زما څه کیفیت وي ، ځکه چي که زه جنت ته هم ولاړ شم نو له مریانو (غلامانو) سره به یم او تاسي به د انبیاؤ علیهم السلام په جماعت کي یاست.
زه به ستا ملاقات څنګه وکړاي شم او زه ستا له ملاقات نه پرته صبر نه شم کولی ، د ثوبان رضي الله عنه پر دې خبره دا آیة نازل شو : «وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَائِکَ مَعَ الَّذِینَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِم مِن النَّبِییّنَ وَالصَّدِیقِینَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِینَ» . النساء.
ژباړه : کوم خلګ چي د الله جل جلاله او د هغه د رسول الله صلی اللّه علیه وسلم فرمانبرداره وي هغه خلګ به له هغو کسانو سره وي چي الله جل جلاله انعام پر کړی دی ، چی هغه د انبیاؤ ، صدیقانو ، شهداؤ، او صالحینو څخه دي.
نو په اثبات رسیدلې خبره ده چي هر څوک د هر چا سره محبت کوي ، نو د قیامت په ورځ به د هغه سره راپورته کیږي ، که څوک د صالح مسلمانانو ، علماؤ ، نیکانو او اولیاؤ سره محبت کوي نو د قیامت په ورځ به د دوی تر بیرغ لاندي را پورته کیږي ، او څوک چي د باطل پرستو ، ګمراه ، بدکارو انسانانو سره محبت کوي نو د قیامت په ورځ به هم ددې ګمراهانو سره را پورته کيږي .
الله تعالی دي زموږ حشر د اولیاؤ ، علماؤ او نیکانو سره وکړي.