شعـــــرونه

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل

غرق او پرق يو د صوفيانو پاچاهي ده
د مجاز په مينه سخته پابندي ده

د ستا سترګې مې سپيڅلي کتابونه
د ستا يو نظر مې ټوله ملايي ده

مينه څه ده خو جنت دی صوفي جانه
د جنت زندګي نيمه خدايي ده

په قيصه کې نه د شرق او نه د غرب دی
د ملنګ بسمل بس ځانته پاچاهي ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x