دیني، سیرت او تاریخ

روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت(څلورمه برخه)

احمد الله عاطفي
دروژې فرضیدو لومړی حکم
دروژې فرضیت په قطعي دلیل( دالله په حکم) په لمړي ځل تر سره شو ،خو دڅرنګوالي په اړوند ئې په تدریج سره په پنځو مر حلو کې داسلام ددریم رکن معراج مرحلې ته رسیدلی.

دهجرت په دویم کال دقبلې له تحویل( دالله جل جلاله په امر،د بیت المقدس نه مکې په لور دقبلي ګرځیدو) وروسته دهجرت په اتلسمه میاشت (شعبان) دبدر له غزا نه وړاندي په مدینه منوره کې دیو رکنې فرمان په صورت کې دالله (جل جلاله) له لورې په حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) دروژې دفرضیت حکم نازل شو.

قال الله تبارک وتعالی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ . (البقره: ۱۸۳) أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ ۚ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ . ( البقره: ۱۸۴)

ژباړه: ای مؤمنانو! پر تاسې روژې فرض کړای شوې،لکه چې له تاسې نه وړاندې ،دمخکیني دپيغمبرانو پر پیروانو فرض کړای شوې وې، له دینه دا هیله دی،چې تاسو کې دپر هیز ګاري صفت پیداشي.

دڅو ټاکلو ورځو روژې دي، که له تاسې نه څوک ناروغ وي،یا مسافر وي، په نورو ورځوکې دهماغومره شمیر پوره کړي، او کوم خلک چې دروژې نیولو توان لري، نه ئې نیسي، هغه دفدیه ورکړي، دیو روژې فدیه یو مسکین ته خواړه ورکول دي او څوک چې په خپله مینه څه زیاته نیکي وکړي نودا دهماغه لپاره غوره دی، خوکه تاسو پوهیږئ ، نو ستاسې لپاره غوره دادی چې روژه ونیسئ.

ددي مبارک آیت په مطلق حکم روژه په مومنانو فرض او داسلام دپنځه بناوو څخه یو رکن وګرځید.

داسلام دځینو نورو احکامو په شان دروژې احکام هم په تدریج سره هدایت شوی،په لمړي سر کې د(كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ) نزول سره دروژو دفرضیت حکم نافذ شو، د( أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ) په حکم سره تعین دورځو وشو چې دا څو ورځي دي یعنې درمضان میاشت فرض کړی شو، او هم ناروغ او مسافر ته مراعات ورکولو سربیره په عامه توګه دومره اساني ورکړل شوي وه،( وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ )که یوتن دتوان سره سره روژه نه نیسي، کولای شول چې دهرې روژې په بدل کې مسکین او فقیر ته خواړه (فدیه) ورکړي،خوسپارښتنه هم شوي وه (فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ) که هر څوک توان لري او له فديې زیاته ورکړه کوي، له یو مسکین نه زیاتو سره مرسته کوي، که څه هم اصلاً دیوې ورځې روژې په بدل کي یوه فدیه لازمه دی خو د(فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا) په هدایت سره دتوان په شته والي کې قرباني لمن پراخول خوره دی،خو دتطوع په تفسیر کې نظریات ډیر دي.

دمجاهد په قول له یو مسکین نه زیاتو مسکینانو ته خواړه ورکول، تطوع دی.

امام زهري وايې: دروژې سره فدیه هم یوځای کړي.

له فدئې نه روژه نیول غوره دی، خو دچا لپاره؟ دتوانمند او صحتمند لپاره خو په هر صورت کې روژه نیول غوره دی، خو دناروغ، مسافر ،بوډا او سپين سرې، حامله او پۍ ورکونکي میندې سره له تکلیفه که روژه نیولای شي او نیسي ئې دا ورته د دروژې نه نیولو او فدئې ورکولو نه غوره دی.

د قرآنکریم دلمړي هدایت په اساس دروژې نیولو غوره والی دفديې له ورکولو غوره دی ، په همدې اساس فرمايې: دخیر په کار کې زیادت وکړئ خو له دي ټولو اړخونو غوره او بهترین عمل روژه نیول دي،که تاسو دروژې په فضیلت خبر وئ.

تر دي ځایه د روژې دفرضیت لمړني احکام دي.

نور بیا..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x