دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه (اتمه برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۲۶: سوال: ایا په خوله نیت کول ضروري دی؟
ځواب: اړینه نه ده چی نیت په خوله وویل شي بلکې صرف په زړه کی اراده کول کا فی ده، او د روژې لپاره د پیشلمې خوراک هم د نیت پر ځای دریدای شي.
(هندیه ۱/ ۱۹۵، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۸)
۲۷: سوال: ایا د نیت پرته لوږه روژه ده که یا؟
ځواب: که یو چا ټوله ورځ نه خوراک کړي وي او نه ئې څښاک کړی وي تر ماښامه پوری او په زړه کي ئې د روژې اراده نه وی نو دغه روژه نه صحیح کیږي.
( هندیه ۱/ ۱۹۵)
۲۸: سوال: بې پیشلمي روژه نیول درسته ده که یا؟
ځواب:  که څه هم پیشملې کول سنت دی خو که یو څوک بیله پیشلمي روژه ونیسی او د روژې نیت ئې کړی وي روژه ئې درسته ده.
( فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۳۹۶، شامی زکریا ۳/ ۴۰۰)
۲۹: سوال: په کومو روژو کی نیت له شپې څخه ضروري دی؟
ځواب: د رمضان د قضایي روژو، غیر معین نذر، د کفارې د روژو او همدا ډول د هغو نفلي روژو د قضاء لپاره چي تر شروع وروسته فاسدي شوی وي- تر سپیدو تر چاودلو مخکی ئې نیت کول ضروری دی او که چیری یی نیت د سپیدو تر چاودلو مخکی ونشی روژې ئې صحیح نه دي.
( هندیه۱/ ۱۹۶)

۳۰: سوال:که ښځه تر سپیدو چاودو وروسته له حیض او نفاس څخه پاکه شوه روژه دي ونیسي که یا؟
ځواب: که ښځه تر سپیده چاودو وروسته په ورځ کي هر وخت له حیض او نفاس څخه پاکه شي نو د همدغی ورځي روژه دي نه نیسي بلکې وروسته دي د هغې قضاء راوړي.(تنویرالابصار ۳/ ۳۴۲)

۳۱: سوال: که ښځه په شپه کي پاکه شوه بیائې حکم څه دی؟
ځواب: که کومه ښځه تر سپیده چاودو وړاندی له حیض څخه پاکه شي نو دا لاندي صورتونه ئې دي:
الف: که هغه تر لس ورځي حیض وروسته پاکه شوه نو اوس که تر سپیدو وړاندی هغه د غسل وخت لري او که نه په هرحال هغه به د راتلونکی ورځي روژه نیسي.

ب: که تر لس ورځي په کم وخت کی پاکه شوه نو و دې ته کتل کیږي چي تر سپیده چاودو وړاندی د غسل په کولو هغه پاکیدای شی که یا؟ که دومری وخت وو چي پاکیدای شوای نو د راتلونکی ورځي روژه دي ونیسي. اوکه دومری وخت نه وو چی غسل وکړی یعنی د سپیدو پر وخت باندی پاکه شوه نو په دغه صورت کي به دا د راتلونکی ورځي روژه نه نیسي بلکې ورسته به ئې قضاء راوړی.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)

۳۲: سوال: هغه کارونه کوم دي چي روژه نه فاسدوي؟
ځواب: په هیره خوراک، څښاک او جماع کول دا روژه نه فاسدوي. (مراقی الفلاح ۳۶۰)

۳۳: سوال: کوم کارونه په روژه کي پروا نلري؟
ځواب:  په روژه کي مسواک وهل، سترګی تورول، په سترګو کي دوا اچول، خوشبویی استعمالول دا په روژه کي رواه دي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۹)

۳۴: سوال: په روژه کي وینه معاینه کول څنګه دي؟
ځواب: د روژې په حالت کي د وینې معاینه کول روژه نه فاسدوي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، قاضی خان ۱/ ۲۰۸)

۳۵: سوال: که چیري بې اختیاره و خولې ته مچ یا دود (لوګی) ننوزي روژه څنګه ده؟
ځواب:بې اختیاره ستوني ته د مچ او دود په ننوتلو سره روژه نه فاسدیږي.
( شامی زکریا ۳/ ۳۶۶، شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)

۳۶: سوال: که چیري په روژه کي و غوږو ته اوبه ننوځي روژه څنګه ده؟
ځواب: په غوږونو کی بې اختیاره د اوبو ننوتل روژه نه فاسدوي، خو که ئې په قصد سره په غوږ کي اوبه داخلي کړي نو د یوه قول مطابق روژه ئې ماتیږي.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۷، طحاوی علی المراقی ۳۶۲)

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x