دیني، سیرت او تاریخ

ولي د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل کافر اکا ابوطالب نه واژه؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

سوال: ولي نبي (ع) خپل کافر اکا ابو طالب نه واژه؟ ولي ابراهیم (ع) خپل مرتد پلار نه واژه؟ ولي نوح (ع) خپل مرتد زوی نه واژه؟

۱: په اسلام کي د مطلق کافر مرګ نه دی روا، تاسی و ګورئ په هر اسلامي هیواد کي ضرور کافران سته، یا یهودان وي، یا عیسایان وي، یا زردشتیان وي، یا هندوان وي او یا نور… ایا داسي اسلامي هیواد سته چي کافران دي نه وي پکښې؟ نه هیڅکله نسته، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي هم په مکه کي او په مدینه کي کافران او مشرکین موجود وه، په اسلام کي صرف مقابله او جهاد له هغو کافرانو سره روا دی چي هغه د اسلام او مسلمانانو په مقابل کي اقدام کوي، اسلامي امت قبضه کوي، پر مسلمانانو باندي هجوم راوړي، اسلامي شعائر توهینوي، مسلمانان شهیدانوي او داسي نور…

داچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره (اکا) په پوره توان او طاقت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حمایت او ساتنه کول ولي یې مرګ روا وو؟

۲: تاسي ملحدین وایاست چي د حضرت ابراهیم علیه السلام پلار او د حضرت نوح علیه السلام زوی مرتد وه، تاسي مرتد نه پیژنی، زه به لومړی مرتدی درته تعریف کړم.

مرتد هغه چاته ویل کیږي چي الهي احکام پخپل خوښه سره ومني او بیا بیرته الهي قانون او شریعت پریږدي، دغه کس ته مرتد ویل کیږي، اوس تاسي دغه ثبوت وړاندي کولای شئ چي د حضرت ابراهیم علیه السلام پلار لومړی پر حضرت ابراهیم علیه السلام باندي ایمان راوړ او بیرته بې ایمانه سو؟ ایا تاسي دغه ثبوت وړاندي کولای شئ ، چي د حضرت نوع علیه السلام زوی لومړی پر حضرت نوح علیه السلام ایمان راوړ او بیا ددوهم ځل لپاره بې ایمانه سو؟. نه هیڅکله نه.

په اسلام کي د مرتد سزا قتل ده:

۴- ”عن انس ان علیا اتی بناس من الزط یعبدون وثناً فاحرقہم، فقال ابن عباسؓ انما قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم : من بدل دینہ فاقتلوہ“․ (سنن نسائی ص:۱۶۹، ج:۲، مسند احمد ص:۳۲۳، ج:۱)
ژباړه: د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي حضرت علی کرم الله وجهه ته یوه ډله خلک د سوډان راغلل، چي لومړي یې اسلام راوړ او بیا یې د بتانو عبادت پیل کړ(مرتد سول) نو هغه یې وسوځول، حضرت ابن عباس رضی الله وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چاچي دین بدل کړ(له اسلامه واوښتئ) هغه ووژنئ.

د مرتد و ژلو په هکله ډیر مبارک احادیث شته لکه:

(بخاری ص:۱۰۲۳، ج:۲، مسلم ص:۱۲۱، ج:۲، ابوداؤد ص:۲۴۲، ج:۲، نسائی ص:۱۶۹، ج:۲، سنن کبریٰ بیہقی ص: ۱۹۵، ج:۸)، (ابوداؤد ص:۲۴۲، ج:۲، نسائی ص:۱۶۵، ج:۲، ابن ماجہ ص:۱۸۲، سنن کبریٰ بیہقی ص:۱۹۴، ج:۸، ترمذی ص:۲۵۹، ج:۱، مسلم ص:۵۹، ج:۲)، (ابوداؤد ص:۲۴، ج:۲)، (مجمع الزوائد، ص:۲۶۱، ج:۶) (مجمع الزوائد: ۲۶۳، ج:۶)، ابوداؤد، ص:۲۴۳، ج:۲، مشکوٰة، ص:۳۰۷)، (موطا امام مالک ص:۶۴۰، جامع الاصول ص:۴۷۹،ج:۳)، (موطا امام مالک ص:۶۴۰)، (موطا امام مالک ص:۶۴۰، جامع الاصول ص:۴۷۹، ج:۳)، (ترمذی ابواب الحدود باب ما جاء فی المرتد، ص:۱۷۰، ج:۱).

ولي د مرتد مرګ روا دی.؟

تاسي وګورئ په ټوله نړۍ کي دا یو منلی او کوټلی حقیقت دی چي هر هیواد که اسلامي دی او که کفري دی، که چیري یو څوک د یوه دولت څخه سر غړونه وکړي هغه ته باغي او یاغي وايي، هر دولت د خپل یاغي او باغي مرګ خپل ځانته روا بولي،.مرتد د دین (اسلام) یاغي او باغي دی، نو ځکه یې مرګ روا دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x