اشرف غني د جمعیت ګوند په وړاندي د حنیف اتمر ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غنې هغو غوښتنو ته منفي جواب ویلی چې په دې وروستیو کې د جمعیت ګوند د مشرانو له لوري د حکومت څخه شوي او غوښتنه شوې چې د ملي امنیت د مشاور په ګډون دي د امنیتي ادارو مشران له دندو څخه ګوښه کړل شي.

اشرف غني په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په حواله ویلي چې د هیواد دچارو مسؤولین باید د هیواد په وړاندي مسؤولانه چلند وکړي.

صلاح الدین رباني دوه ورځې تر مخه ویلي وه چې ډېر ژر به په نظام کې دننه تروریستان ولس ته ور وپيژني او بیا یې تېره ورځ د جمعیت ګوند د غوښتنو په لړ کې د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر د ګوښه کېدو غوښتنه هم وکړه.
باید وویل شي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم په مکرر ډول حنیف اتمر د تروریزم سره په ملاتړ تورن کړی او هر وخت یې د نوموړي پر ضد په ښکاره خبرې کړي دي.

خو د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د حنیف اتمر څخه په دفاع کې ویلي چې د «ملي امنیت مشاوریت په امنیتي سکتور کې اجرایي مقام نه دی. د ملي امنیت سلاکار خپله دنده هېواد ته په پوره امانتدارۍ او صداقت تر سره کړې او کوي یې. د امنيتي سکتور د مسولینو په اړه قضاوتونه (پیشداورۍ) له رسمې پروسو څخه لیرې چې په جریان کې دي او یواځې د وسلوال پوځ په مهمو دندو کې د هغوی د د تمرکز د تیتوالي او دعامه اذهانو د اندېښنې لامل ګرځي چې یواځې دښمن ورڅخه ګټه پورته کوي.»

باید وویل شي چې نن د سولې په اړه د «کابل پروسې» په نامه غونډه هم جوړه شوه چې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر په حیث په کښي ګډونوال نه وو.

د یادونې وړ ده چې ددې تر مخه هم د صلاح الدین رباني او ولسمشر اشرف غني تر منځ د اختلافاتو خبرونه نشر شوي او ویل کیږي چې رباني ولسمشر ته څو ځله مخامخ ښکنځل هم کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شخصتیونه باید وخت او زمان ته په کتو له پوره درایت څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې د امریکا سفارت هم په تیرو ورځو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیاسي احزابو څخه غوښتي وه چې باید د لاریونونو او عام ولس د احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د شنونکو په نظر ولسمشر اشرف غنې د امریکا د سفارت له لوري ډاډ تر لاسه کړی ځکه د خپل سیاسي مخالفینو او جمعیت ګوند هیڅ پروا نه لري.

باید وویل شي چې د جمعیت ګوند د تیرو اختلافي انتخاباتو له شخړو وروسته د اشرف غني سره په ګډحکومت کې نیم په نیمی شریک دی، که چیري دغه ګوند د حکومت څخه د جلا کېدو پرېکړه وکړي، د ګډحکومت راتلونکی به د نامعلوم برخلیک سره مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د