نظــر

د ملا دادالله شهید ارمان مو وکړ!

ابو یاسر افغان

پښتو متل دی چې کږې خولې په سوک سمیږي، خو اې کاش چې د هغه چا قدر موږ کولې، کومو چې به کږې خولې په سوک سمولې، د جمعې په ورځ چې د پنجشیر د څو لنډه غرو او نظاریانو لخوا په کابل ښار کې د لاریون په نوم کومه شومه دسیسه پر لاره اچول شوی وه، د کره معلوماتو په اساس د دغه لاریون تر شا تر ډېره د ایران لاس و او دا لکه د لمر روښانه خبره ده چې ایران په افغانستان کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو لکه د عراق او یمن په څېر دلته هم خپل لاسپوڅي واک ته ورسوي او بیا چې څه ډول ایران غواړي، په هماغه ډول به د افغانستان سیاست عیاریږي!

د جمعې د ورځې په لاریون کې چې په اصل کې د واک د نیولو هڅه وه زیاتره لاریون کوونکي مسلح وو، شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه په کې چور شول، روژې په کې وخوړل شوې او د بې حیایۍ کچه په کې بیخي لوړه وه، د لاریون مشران احمدضیاء مسعود او او د ده همکاران لکه خلیلي، عطاء نور او د شمالي ټلوالې څو نور پخواني جنګسالاران وو، د لاریون کوونکو لخوا د مرګ بر پشتونها؛ شعارونه هم ورکول کېدل، په بله معنی دا لاریون کاملاً د قومي او ژبنیزو تعصبونو او شخړو د را پارولو په موخه را بلل شوی ؤ، خو د پولیسو سره په اخ ډب کې د ۷ تنو لاریون کوونکو په وژل کېدا دا لاریون ګډوډ او بلاخره پای ته ورسېد.

په داسې حالت کې هر با احساسه افغان او بیا په خاص ډول پښتنو ته دا پوهېدل پکار دي، چې څوک خپل زمري په خپلو لاسونو وژني، نو د بل د ګېدړانو ښکار به ګرځي، نن ورځ هماغه وباشان د مرګ بر پشتونها نارې وهي چې پرون ورته ملا دادالله رهبر پر خولو غاښ ماتوونکي وارونه ور حواله کړي وو، هماغه ملا دادالله رهبر چې د ټلوالې غلو او وباشانو ته به د هغه له ډاره خوبونه نه ورتلل، کله چې په شهادت ورسېد، نو تر ټلوالې مخکې پرې تش په نوم پښتنو خوشحالي کوله، نن به پښتون پوه شوی وي، چې څنګه یې د خپلو زمریانو قدر ونکړ او د پردیو د ګيدړانو ښکار وګرځېدل.

د ارګ اصلي واکمنان امریکایان دي له امریکا وروسته بیا حکومت په دوو ډلو تقسیم شوی چې یوه غوښنه برخه یې د ټلوالې وباشانو او بله د تشو هډوکو برخه یې د اشرف غني په شمول یو شمېر هغو پښتنو ته رسېدلې چې لا له وړاندې یې افکار د کمونیزم او سیکولرزم وایرس ځپلي او د خپلو پښتنو په وینو یې لاسونه سره دي؛ دا نن هم وګورئ د کابل ادارې زندانونه له پښتنو ډک دي، د جنګ قربانيان یواځې پښتانه دي او د ټلوالې وباشان د پښتنو په اوبو د ایران سره سوداګري کوي، پښتنو ته په دغه غلام حکومت کې څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي، پرته له هغو چې زاړه کمونیستان او یا نوي ډیموکراتان دي.

پښتنو ته لږ فکر په کار دی، د ټلوالې غلو د احمدشاه مسعود، خلیلي، فهیم، رباني، عطاء نور ، احمدضیاء مسعود او… جنایتونو او ظلمونو ته هیڅ و نه کتل، آن هغه جنایتونو ته یې هم و نه کتل چې پخپله د همدغو خپلو قومونو سره یې کړي وو، هغوی یې په مشرۍ ومنل، قدر یې ورکړ او هغه دی یوه وړه ولسوالي (پنجشیر) یې په ولایت بدله شوه ۸ تنه یې وزیران او ګڼ شمېر نور یې د ارګ لخوا په غوښنو څوکیو وګمارل شول، دا مې د دې لپاره و نه ویل چې پښتانه باید د چوکیو لپاره مبارزه وکړي، هسې خو په دې غلام حکومت کې لوړې او ټيټې څوکۍ ټولې د امریکا د سفارت لخوا توزیع کیږي او صلاحیتونه یې محدود دي، مګر دا خو به منو کنه، چې د پښتون قوم برخلیک د ټلوالې د غلو او جنګي مجرمینو په لاسونو کې دی، دا ولې؟ ځکه چې پښتنو د خپلو مشرانو قدر ونکړ، د خپلو مشرانو په حق کې یې د ټلوالې په درواغجنو تبلیغاتو تر ټلوالې ډېر شخوند وواهه او دادې ګورو چې نن پښتانه په خپل کور کې حتی یو چره ییز ټوپک نه شي ساتلې د خپل حفاظت په خاطر، ځکه چې د داخلي او خارجي عسکرو لخوا د سختې سزا سره مخ او زندان ته وړل کیږي، مګر د ټلوالې یو عادي نفر هم پخپل کور، دوکان او دفتر کې ځان سره څو میله ساتي، د لکونو میله سلاح ډیپوګانې ورسره دي، دا هر څه هم خارجيان ګوري او هم داخلیان، خو په هکله یې بې تفاوته دي، زه چې دا حالات ګورم فلسطین مې مخې ته ودریږي!

موږ د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ امتیازي توپیرونو ته قایل نه یو، خو دومره ضرور وایو چې د اقلیت په اکثریت د مسلط کولو طرحه امریکایي طرحه ده او پایله به یې د پښتنو لپاره ښه نه وي، دا سمه ده پرونی لاریون وځپل شو، خو دا لاریون پای نه، پیل دی، بل وار به حالت تر دې هم سنګین شي، هیله مو داده چې پښتانه دی د نورو ورونو قومونو سره یو ځای د خپل راتلونکي په هکله فکر او عمل وکړي، خپل ځانونه دی په اشرف غني نه ساتي، ځکه چې هغه خپل ځان نه شي ساتلې نو د پښتنو به څه ساتنه وکړي، که دا نن ترې امریکا لاس واخیست، سبا به یې څوک مړ وجود هم و نه ګوري، د غلامۍ د ژوند پایله ډېره عبرتناکه وي.

په اخر کې همدومره وایم چې د پروني لاریون په لیدلو به ډېرو پښتنو د ملادادالله رهبر ارمان کړی وي، خو که پښتانه ویښ شي، دغه د کی جي بي او ایران لنډه غرو ته هر پښتون یو بل ملا دادالله رهبر دی، الله تعالی جل جلاله دی ملا دادالله رهبر شهید د جنتونو سردار کړي، ایله د دغو وباشانو‍ په ځواب پوهېده.

د آزاد، متحد، غښتلي او اسلامي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x