ورزش

کرکیټ: دریمه شل اوریزه لوبه هم ویسټ انډیز وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن د سه شنبې په ورځ سهار وختي د ویسټ انډیز او افغانستان تر منځ دریمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه، چې ویسټ انډیز دا لوبه هم په ۷ وکټه وګټله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه. افغانستان په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډي جوړې کړې. د افغانستان لوبغاړو په لاندي ترتیب منډې جوړي کړې:
محمد نبي: ۳۸ ، نور علي زدران: ۳۵ ، شفیق الله: ۲۵ ، اصغر ستانکزی: ۱۳، نجیب الله زدران ۱۰ ناسوځېدلی، کریم جنت: ۸، ګلبدین نایب: ۷ ناسوځېدلی، جاوید احمدي: ۰، اکسټراز (اضافي منډي) : ۱۰
ټولې منډې: ۱۴۶
اوسط: ۷.۳

په جواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې دغه هدف په شلم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره تر لاسه کړ، چې په هغه کې مارون صامویل تر ټولو ښه لوبه وکړه او په ۶۶ بالونو یې ۸۹ منډې جوړي کړې. راشد خان، محمد نبي او شاپور یو یو وکټ واخیست.

د لوبې غوره لوبغاړی صامویل ونومول شو.

باید وویل شي چې ویسټ انډیز ددې تر مخه د افغانستان څخه پر لپسې دوه لوبې ګټلې وې او په دې توګه دا سیریز د ویسټ انډیز په نوم شوه.

ټاکل شوې چې د جون میاشتې له نهمې نیټې څخه دواړه هیوادونه یو له بل سره د ۵۰ اوریزو لوبو سیریز هم پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x