افغانستان

مجاهد: د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سولې خبرې مفهوم نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د نن ورځې د کانفرانس په اړه ویلي چې د اشغال د غځولو لپاره غونډې به هیڅ نتیجه ور نه کړي او نه د افغانانو د تایید وړ دي.

نوموړي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پېغام کې وویل: « هر هغه غونډه چی دافغانستان داشغال دغځولو لپاره وی بی نتیجی او دافغانانو دتاید وړ نه ده، او که داشغال په پای ته  رسولو اوټولو خارجی نظامی قوتونو په وتلو کی مرسته کوی افغانان به یی استقبال کړی ، داشغالګرو په شتون کې دسولی په نامه خبری نتیجه او مفهوم نلری.

دکابل اداره اوباداران یی سوله او مذاکرات ددی لپاره کوی چی مجاهدین ورته تسلیم شی او دا جعلی پروسه به یی هیڅکه کامیابه نشی دوی باید واقعی مجاهدین په اکسپایر توپکمارو قیاس نکړي ځکه مجاهد دښمن ته نه تسلیمږی.».

باید وویل شي چې نن د افغانستان په پلازمینه کابل کې د «کابل پروسې» په نوم یوه غونډه جوړه شوه چې په کابل کې د مختلفو هیوادونو سفیرانو ، ناټو، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې استازو په کښي ګډون وکړ.

په غونډه کې د افغانستان له اړخ اجرائیه رئیس او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ګډون نه وو کړی.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې د نړیوالي اجماع د تر لاسه کولو لپاره د کابل پروسه ډېره مهمه ده، ځکه به دوی له دغه موقع څخه پوره استفاده وکړي.

د شنوونکو په نظر د کابل پروسې په نامه غونډه پر ځای ددې چې د سولې په پروسه کې مثبت قدم ثابت شي، یو ځل یې بیا د ګډحکومت په دننه کې اختلافات را څرګند کړل او د سولې پروسې ته یې تاوان وکړ.

د نوي ملي جبهې مشر انوار الحق احدي د طلوع نیوز سره د کابل پروسې د کانفرانس په اړه وویل چې حکومت په دغه غونډه کې هیڅ نوی پیغام او له وړاندي امادګې نه لرله. نوموړي وویل چې په غونډه کې یو ځل بیا جوته شوه چې ګډحکومت په خپل منځ کې څومره سره پاشل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x