افغانستان

په هرات ښار کې چاودنې لس تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان کړي دي / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د هرات په ښار کې د تاریخي جامع جومات سره نیژدې زوروره چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې را منځته شوه.

نوموړي ویلي چې چاودېدونکې توکې په یوه ریکشا کې ځای پر ځای شوي وه. او زیاته کړې چې په چاودنه کې ۶ تنه مړه او ۱۵ ټپيان شوي دي چې په هغو کې د د دوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

خو نورو سرچینو د مړو شمېر ۱۰ تنه ښودلی او ټپيان یې ۱۶ تنه یاد کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه د «اسلامي امارت په مجاهدینو» اړه نه لري، بلکې دوی یې په کلکو ټکو غندي.

باید وویل شي چې د هرات ولایت دغه چاودنه په داسي وخت کې ترسره کیږي چې تر اوسه لا د کابل د تیرې اونۍ د چاودنې خبرونه نه دي زاړه شوي.

نن ولسمشر اشرف غني وویل چې د کابل په چاودنه کې ۱۵۰ تنه وژل شوي دي چې په هغو کې ۱۳ تنه د ملي اردو عسکر دي.

طالبانو د کابل په پېښه کې هم لاس لرل ردي کړي وه او دغه پېښه یې هم غندلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

ته صبر وکړه دا د کروندی سر دی اصلی کرونده له دی هم سوروره ده دا د امریکایانوله خوا دخپلی ستراتیژی د مخته وړلولو او خپل شوم هدف ته د رسیدو لپاره د نوی لوبی آغاز ده چی په عامه ځایونو ، مارکیټونو، مساجدو، مدارسو، عام المنفعه ځایونو ، پوهنتونونو او مکاتبو کښی به مرموز آمیزه انفجارات کوی په کوم کښی به چی اکثره بی ګناه افغانان وژل کیږی او پړه به یی هم یا په داعش منی او یا به یی هم په طالبانو وراچوی چی دا ددوی کار ده په کابل او هرات کښی دا زنځیره ای او… نور لوستل »

سيد مصطفي

من صد در صد مطمئن هستم كه انفجار هرات كار اسماعيل خان بوده چون قبلاً هم ازين نو كار ها كرده براي رسيدن به قدرت نيز در اختتاف ها و سرقت هاي مسلح انه نيز دست داشته اين كار ها در وقت امارت نيز انجام ميداد تا مردم مجبور شم و فكر كنند كه يگانه شخص اسماعيل خان نجات دهينده شان است اين كثيف براي رسيدن به قدرت از هيچ عمل غير اسلامي و انساني دريغ نمكند مردم اگاه باشند والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x