افغانستان

کاپیسا کې د ګډو ځواکونو خپلمنځي جګړه کې ۱۳ ملکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د کاپیسا ولایت له مرکز محمود راقي څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه نښتې او د ښکېلو غاړو سربېره پکې ملکیانو ته درنه مرګ-ژوبله اوښتې.

ویل کېږي په جګړه کې تر دې مهاله ۸ تنه ملکي کسان، ۷ پولیس ، ۲ افغان کمانډویان او ۴ امریکايي عسکر وژل شوي او ۵ تنه ملکیان او ګڼ شمېر ښکېل ځواکونه ژوبل شوي دي.
دا خبر د طالبانو ویاند څو شیبې وړاندې د یوې خبرپاڼې له  لارې نن ټکي آسیا ته را استولی.
 د جګړې لامل او وروستي جزیات تر دې دمه د حکومتي رسمي سرچېنو له خولې نه دي ورکول شوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په اړه ویلي :« د نښتې اصلي علت لا تراوسه نه دی څرګند شوی ، خو امریکايي عسکر په هیواد کې تل ځان په لومړي قدم کې ګڼې او دکابل ادارې چارواکو او امينتي کسانوته د غلامانو په سترګه ګورئ، دغه راز عمل کله کله د مزدوران احساسات هم راوپاروي او په داسې مقابله لاس پورې کړي.»

بل پلو د پروان له جبل السراج ولسوالۍ څخه خبرونه  چې د لفظي شخړې په پایله کې د یوې کورنۍ څو غړي ژوبل شوي او نور جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x