
مولانا فضل الرحمن: د حکومت خلاف وسلوال جهاد ناروا دی
نن ټکی آسیا: د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې په دغه هېواد کې د طالبانو وسلواله مبارزه ناروا وبلله.
نوموړي، چې د جیو تلویزیون په اوڅار پروګرام (کيپټل ټاک) کې یې د خبریال پوښتنې ځوابولې، د پاکستان د حکومت پر وړاندې هر ډول وسلواله مبارزه ناروا او غیر شرعي وبلله .
نوموړي پر ده د شویو بریدونو پړه هم پر پاکستاني طالبانو ور واچوله او هغوی یې پکې په لاس لرلو تورن کړل.
د مولانا فضل الرحمن په خبره، له طالبانو سره د مذاکراتو رښتینې واګې د مرکزي ادارې په لا س کې دي.