افغانستان

صلاح الدین رباني: د هرات پيښې یو ځل بیا د امنیتي چارواکو بې کفایتې څرګنده کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په هرات کې د چاودنې د غندلو تر څنګ وویل چې دغه پيښې یو ځل بیا ثابته کړه چې د امنیتي ادارو د مشرانو او مسؤولینو په اړه زمونږ دریځ پر حق دی، تر څو چې د امنیتي ادارو مشران بدل شوي نه وي، په ښارونو کې به بې امنیتي دوام ولري.

باید وویل شي چې نن ماسپښين د هرات ښار د تاریخي جامع جومات سره نیژدې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه مړه او شپاړس تنه نور ټپيان شول.

صلاح الدین رباني تېره ورځ هم په یوه خبري ناسته کې د ګډحکومت څخه وغوښتل چې په کابل کې وروستیو پيښو ثابته کړه چې د امنیتي ادارو جګپوړي مسؤولین په خپلو دندو کې پاتې راغلي دی، باید له دندو څخه وشړل شي.

نوموړي په ځانګړي ډول د حنیف اتمر یادونه وکړه او همداسي د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي تر څنګ د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد د بدلون غوښتنه یې هم وکړه.

ولسمشر اشرف غني د صلاح الدین رباني او جمعیت ګوند د غوښتنې په جواب کې حنیف اتمر څخه دفاع وکړه او وې ویل چې د هغه پست اجرائیوی نه دی بلکي د ملي امنیت مشاور دی. چې په پوره امانتداري سره خپل کار ته ادامه ورکوي.

خو د بلخ والي او د جمعیت ګوند بل مخکښ مشر عطانور نن ورځ د ولسمشر په جواب کې وویل چې که څه هم د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر پست اجرائیوي حیثیت نه لري خو نوموړی اوس په اجرائیوي امورو کې مداخله کوي او مسؤولیت یې اجرائیوي ګرځېدلی دی. او زیاته یې کړه: د جمعیت ګوند د غوښتنو نه منل به حکومت ته په لوی تاوان تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x