نړۍ

سعودي د قطریانو پر مخ د عمرې او حج لاره هم تړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): پر قطر باندي د سعودي، امارات او بحرین بندیز په دریمه ورځ هغه معتمرین چې د قطر څخه له مخکې لا مکې مکرمې ته تللي دي، د سعودي چارواکو د بد چلند څخه سر ټکوي.

سعودي او امارات یواځي د قطر پر الوتکو بندیز نه دی لګولی، بلکې هغه تجاري او نوري الوتکې هم نه پریږدي چې د قطر هیواد څخه مسافر وړي او راوړي.

تېره شپه د جدې په هوايي ډګر کې په سلګونو هغه مسافر چې د قطر په الوتکه کې د بیا ګرځېدو ټکټونه کړي وه، د څو ساعتونو لپاره بند پاته شوه. خو وروسته د «قطر ایرویز» او «عمان ایر» تر منځ اتفاق پر اساس هغوی د عمان له لاري قطر ته ورسول شول.

نن عمرې ته تللیو ځینو مسافرینو شکایت وکړ چې متحده عرب اماراتو حتی هغه عمانۍ الوتکو ته اجازه نه ورکوله چې قطري معتمرین یې را اخیستی وه.

باید وویل شي چې وړمه شپه د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د قطر ولس ددوی خپل ولس دی، کله به هم ورته ضرر ونه رسوي، او همداسي يې ویلي وه چې د قطر معتمرین او حجاجو ته به سعودي ټول ممکنه خدمات وړاندي کوي.

په مکه مکرمه کې د قطر څخه تللي یوه افغان حاجي نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی سره قطري ریالونه دي، خو په ښار کې موجودي صرافیاني ددوی پیسې په سعودي ریالونو نه ورته اړوي او همداسي هوټلونه او دوکانونه قطري ریال نه مني چې له امله یې دوی ته حتی د خوراک او دواګانو اخیستل ستونزمن شوي دي.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر پر خلاف هر اړخیز بندیونه اعلان کړي دي او ددهغه هیواد د الوتکو، کښتیو او حتی ولسونو باندي د خپل هیواد دروازې، بندرونه او فضا بنده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x