افغانستان

کندهار: د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پر موټرسایکلونو بندیز لګېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وروسته تر هغه په ښار کې دننه د موټرسایکل پر دوه کسیزه سپرلي بندیز ولګوی چې په دغه ښار کې هدفي وژنې ورځې تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې د جامع عمر سره نږدې د ژیړۍ ولسوالۍ د ۳ پوستو یو قومندان ووژل شو.

تېره ورځ د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند د سیمانو پله سره د ښاروالۍ وکيل عبدالباري افغان وواژه.

نن د کندهار ښار په دریمه حوزه کې د یوې پوستې دوه کسه ضابطان د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شول.

د کندهار پولیس وايي چې د همدې هدفي وژنو د زیاتېدو له امله دوی ته امر شوی چې هر هغه موټر سایکل ضبط کړي چې دوه کسه باندي سپاره وي.

باید وویل شي چې د کندهار ښار تر څنګ د صحرايي سیمو او لیري پرتو سیمو ولسوالیو امنیت هم ورځ په ورځ خرابیږي او د طالبانو سره په جګړو کې هره ورځ په لسګونو عسکر وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x