نړۍ

جرمني د خلیج په شخړه کې د ټرمپ لاس بولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې د امریکا ولسمشر د قطر او خلیجي هیوادونو تر منځ شخړي ته په اشاره پر خپل ټویټر لیکلي چې د سعودي په سفر کې خلیجي هیوادونو قطر د تروریزم په تمویل ورته تورن بللی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټرمپ په منځني ختیځ کې د ستونزو په ډېرولو تورن کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریل د یوې مجلې سره په مرکه کې ویلي چې په خلیجي هیوادونو کې د روان کړکیچ مسؤولیت ټول ټرمپ ته راجع کیږي.

نوموړي ویلي چې داسي ښکاري د قطر پر ضد دسیسه روانه ده تر څو هغه د نړیوال سیاست څخه لیري او یا بیخي له منځه یوسي. او زیاته کړې چې په کومه توګه ټرمپ د منځني ختیځ سره تعامل کوي، په دې توګه به په دغه سیمه کې نوري شخړي هم را وټوکیږي.

باید وویل شي چې سعودي ته د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر وروسته سعودي، اماراتو او مصر د قطر پر ضد پراخ کمپاین پیل کړ چې بالاخیره یې بشپړ بندیزونه باندي ولګول او هم یې دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کړې.

که څه هم د امریکا حکومت رسما اعلان کړی چې په خلیجي هیوادونو کې د نورو شخړو غوښتونکې نه دي خو د ټرمپ وروستی بیان د سعودي او اماراتو موقف قوي کړی دی.

ټرمپ په سعودي کې د خپلې وینا پر مهال په فلسطین کې د حماس ډله تروریستي ونوموله او پر اسلامي هیوادونو یې غږ وکړ چې د تروریزم د ملاتړ څخه لاس واخلي.

قطر چې په فلسطین کې د حماس ډلې یو له اساسي ملاتړو څخه شمېرل کیږي، د امریکا، اسرائیل، مصر، امارات او سعودي سره اختلاف لرل د خپل هیواد مشروع حق بولي او د نړیوال قانون په رڼا کې د یادو هیوادونو څخه د حماس ډلې پر تروریستي ډلې بلل کېدو دلیل او منطق غواړي.

نن د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په یوه خبري کانفرانس کې د قطر څخه غوښتنه وکړه چې که د سعودي سره د اړیکو بیا رغول غواړي، د اخوان المسلمین او حماس ډلې د ملاتړ څخه دي لاس واخلي.

د قطر هیواد د سعودي او متحده عرب امارات غوښتنې د بحث وړ بولي خو د امر په توګه یې منل خپل پر استقلال تیری بولي چې په وینا یې په هیڅ توګه ورته تیار نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد صباح

ستردجال چه کله داسلامی امت په خاوره کشی قدمونه کشیشول نو اسلامی امت ئ په فتنو کشی سره گرفتار کرل اوپه اسلامی امت کشی چه کوم دی ستردجال نوکران ول هغوی په یوه آند خپل زانونه دستر دجال په خدمت کشی حاضروه بلل نوورتئ وه ویل چی سوک زماداوامرونه سرغلونه وه کری هغو ی باید په ترریزم کشی حساب شی دازکه چی ستر دجال په ترریزم کشی شه مهارت لری سخه زه که دوی په اصل کشی ده ستر شیطان انگلیس اولاده ده چی هغه په شیطنطی ترریزم کشی ترخپل اولاد ی سخه شه مهارت لری نواوس ستر دجال دا… نور لوستل »

افغان

وایی څه چاړه تیره او څه ادی ورسته وه ، زه وایم دا خو به شیطان وو مګر د سعودی بی غیرته او عیاشه کورنی تر شیطانانو هم بدتره ده د الله ج په ځای همدغه دجال ته سجدی کوی ، دغه او د عربو نور پاچاهان تول د انګریزانو په واسطه ټومبل شوی او د هغوی استخباراتی دندی د انګریزانو په واک او لاس کی دی ورته ویل شوی چه تاسی زمونږ غلامی کوی او مونږ به تاسی په خپلو مظلومو اولسونو پاچاهان ساتو ، که مو سر غړونه وکړه به هماغه ورځ په نه یاست ، د همدی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x