fbpx
ارشيف

فټبال: افغانستان مالدیف ته په دوه، یو ګول ماته ورکړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن د سه شنبې په ورځ په دبۍ کې د افغانستان او مالدیف هیواد تر منځ د فټبال دوستانه لوبه وشوه، چې افغانستان په دوه ګولونه وګټله او مالدیف هم یو ګول ووهه.
لوبه د افغانستان په وخت نهه نیمې بجې پیل شوه.

د افغانستان د فټبال ټیم د لوبې ستراتیژې څلور، یو، څلور یو وه، چې په دې توګه د ګول ساتونکی اویس عزیزي، بیا څلور مدافعین: شریف محمد، کنشکا طاهر، حسن امین او میلاد انتظار. منځنۍ دفاع کې: اباسین علي خیل: منځ کې: فیصل شایسته، فرشاد نور، امید پوپلزی او مصطفی ازادزوی. او بریدګر یا فارورډ: بلال ارزو لوبه وکړه.

د افغانستان لوبغاړي کنشکا طاهر په ۱۳مه دقیقه کې ژیړ ګارډ واخیست، په ۳۸مه دقیقه کې حسن امین د افغانستان لپاره لومړی ګول ووهه، په ۴۱مه دقیقه کې مالدیف نتیجه برابره کړه او اسد علي ګول وهه. د لوبې په دوهمه نیمايي کې په ۶۲ دقیقه کې امید پوپلزي د افغانستان لپاره دوهم ګول ووهه.

د لوبې بشپړه ویډیو لاندي کتلای شئ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د