افغانستان

اسرائیلی ویاند د روژې په مناسبت عربو ته نصیحت وکړ/ انځور

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې په عربي غږیدونکي د اسرائیل ویاند «افیخای ادرعي» پر عربو غږ کړی چې « اقلا په روژه کې له خدایه وبیریږئ».

نوموړی په داسي وخت کې دغه خبره کوي چې د عربي نړۍ اکثره ولسونه او حکومتونه یو له بل سره ښکر په ښکر دی او د فلسطین اشغال یې هېر کړی دی.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي سعودي، امارات او بحرین په شمول مصر او یو شمېر نورو هیوادونو د قطر پر ضد اقتصادي بندیزونه لګولي دي او دغه هیواد یې د حماس او اخوان المسلمین د ملاتړ له امله په تروریزم تورن کړی دی.

حماس ډله چې په فلسطین کې د اسرائیل په وړاندي تر ټولو لوی خنډ بلل کیږي، اسرائیل، امریکا، سعودي، مصر او امارات یې تروریستي ډله بولي او هڅه کوي چې د قطر هیواد هم ددغه ډلې له ملاتړه لاس واخلي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې اوس د اسلامي نړۍ هیوادونه هم زمونږ غوندي فکر کوي او د حماس غوندي تروریستي ډلې پر ضد لاس په کار کیږي.

د شنونکو په نظر پر قطر باندي د سعودي او نورو هیوادونو بندیزونو له امله اسرائیلي چارواکي ډېر خوښ دي، په یهودي مطبوعاتو کې دغه قضیې ته ځانګړې پاملرنه کیږي او اول په اول یې خبرونه نشریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x