killed wounded

د افغاني عسکرو په ډزو دوه امریکايي فوځیان ووژل شول

نن ټکی آسیا: په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په ایمیل شوي خبر کي ویل شوي چي د افغانستان په ختیځ کي د ایساف تر قوماندې لاندي دوه تنه بهرني عسکر هغه مهال ووژل شول، کله چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په جامو کي دوه تنه وسلوالو د ایساف پر ځواکونو ډزي وکړي، چي له کبله یې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

هغوی د پيښي دقیق ځای نه دی ښودلی، او نه یې هم د وژل شویو عسکرو هویت څرګند کړی دی.

خو په واشنګټن کي د امریکا د دفاع وزارت څخه لوړ پوړیو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چي په افغانستان کي د افغاني عسکرو په ډزو وژل شوي عسکر امریکایان دي.

باید وویل شي چي نن ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي ایمیل کي ویلی وه چي تیر مازیګر 12-2-2014 د کاپيسا ولایت په مرکز کي د افغاني پولیسو او بهرنیانو تر منځ جګړه ونښته، چي له کبله یې څلور تنه بهرنیان ووژل شول، اوه تنه پولیس، دوه تنه کمانډويي عسکر ۸ تنه عام وګړي ووژل شو، او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

نوموړي وویل چي دوی ته عیني شاهدان ویلي چي په سیمه کي بهرنیانو د خپلو عسکرو په ملاتړ بمباري هم وکړه، چي له کبله یې د ملکي وګړو په منځ کي مرګ ژوبله زیاته شول.

د یادوني وړ ده چي داسي پيښو پخوا هم د ایساف او افغاني ځواکونو تر منځ فاصله زیاته کړې وه، او د دواړو خواو تر منځ یې د اعتماد سویه را ټیټه کړې وه، خو د کتونکو په نظر د انتخاباتو تر مخه داسي پيښي د انتخاباتو لپاره د کمپاین په جریان او هم وروسته په انتخاباتو بد تاثیر غورځولی شی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د