افغانستان

سرچینه: د کابل ګارنیزون مشر ګل نبي احمدزی بدل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په ارګ کې یو شمېر سرچینو خبریالانو ته ویلي چې د کابل ګارنیزون ګل نبي احمدزی له دندې ګوښه کړل شوی او پر ځای یې ناصر احمد ضیايي ټاکل شوی دی. تر اوسه دغه نوي اجراءات رسما نه دي اعلان شوي.

باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې د لاریون پر ګډونوالو د ګارینزون د عسکرو له لوري ډزو کې شاوخوا ۸ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د مرستیال مشر محمد عالم ایزدیار زوی سالم ایزدیار هم وو چې وروسته یې په جنازه کې پرلپسې درې چاودنې وشوې او له امله یې ۲۱ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.

د لاریون کوونکو او د جمعیت اسلامي ګوند د یادو پيښو مسؤولیت په ګډحکومت کې د امنیتي ادارو مشرانو ته راجع کړ او په ځانګړي ډول یې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه، او همداسي دغو اړخونو غوښتنه وکړه چې پر لاریون کوونکو د ډزو په اړه باید بې پریه تحقیقات وشي او مسؤول کسان محکمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x