افغانستان

د بګرام ۶۵ زندانيان خوشې کيږي

راپورونه وايي چې افغان حکومت د امريکا د نيوکو سربېره هغه ۶۵ زندانيان پريږدي چې له څو کالو راهيسې د بګرام زندان کې پراته وو. سرچينې وايي چې دغه بنديان له بګرام څخه کابل ته د يو بس په واسطه راوړل شوي او نن پنجشنه به خپلو کورنو ته وليږل شي. 

په عين وخت کې امريکايي چارواکو د کرزي په دغې پريکړې نيوکه کړې او وايي چې د دغو ۶۵ کسانو په اړه دوی کره شواهد لري چې، په چاودنو او وسلوالو بريدونو کې لاس لري.

د بګرام د زندانيانو د دوسيو څېړلو کميسون وايي چې، د دغو بنديانو په اړه هيڅ کره شواهد نشته او له همدې امله بايد خوشې شي. پرون چهار شنبه امريکايي چارواکو يو ځل بيا انديښنه وښوده چې، که دا بنديان خوشې شي، دوی به يو ځل بيا د امريکايانو پر خلاف په عملياتو کې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده چې د بګرام د زندانيانو د څېړنې کميسون له يو لړ څېړنو او پلټنو وروسته د بګرام په سلګونو زندانيان له دې امله خوشې کړل چې، هيڅ تور پرې نه ثابت شوی.
بل پلو د کابل ملي امنيت، پل جرخي او يو شمېر نورو زندانونو کې هم په سلګونو بې ګناه زندانيان شپې ورځې سبا کوي، چې حکومت تر اوسه د دغو زندانيانو په اړه هيڅ قدم نه دی پورته کړی.

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x