افغانستان

امریکایي مقام: د کرزي ځای ناستی به د امریکا ملاتړی وي

نن ټکی آسیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی دیپلومات او لوړپوړی چارواکی د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې راتلونکی ولسمشر به د امریکا ملاتړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني چارواکي زینا دورمندي بي بي سي ته وویل، چې د امریکا پر وړاندې ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې او موقف تر ډېره د هغه شخصي تصمیم دی؛خو اغېزې به يې پر ټول افغانستان وي.
د نوموړي په وینا، د راتلونکو ټولټاکنو کابو ټولو نوماندانو په صراحت سره ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د شتون او رول پلویان  او غوښتونکي دي او که بریالي شول، د کابل-واشنګټن ترمنځ له ځنډ او خنډ سره مخ شوی تړون به لاسلیک او کشالې ته به یې د پای ټکی کښېږدي.
د امریکا دغه لوړپوړی مقام زیاتوي، چې ولسمشر کرزی غواړي خپل میراث خوندي کړي او خلکو ته وښيې چې دی د امریکا ګوډاګی نه بلکي یو خپلواک او مستقل واکمن و.
نوموړي د طالبانو د رول په باب وویل، چې دوی د افغانستان د ټولنې یوه ستره او اغېزمنه برخه ده او باید له یوې لارې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ښکېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x