افغانستان

طالبان: بلخ کې ۱۳ پولیس را سره یو ځای شوي

نن ټکی آسیا: طالبانو د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې د دوی له لیکو سره د دیارلسو تنو فعالیو پولیسو د یو ځای کېدا خبر ورکړ.
طالبانو همداراز په یوه جلا خبرپاڼه کې د حکومتي چارواکو ادعا چې ، ګنې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې ورسره طالبان یو ځای شوي په کلکه رد کړې.

 د طالبانو ویاند نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کي ویلي، چې د شورتیپې ولسوالۍ د جنايي امر الله بردي په شمول د مختلفو کلیو اړوند ۱۳ تنه پولیس او فعال عسکر  د حقایقو په درک کولو او په تېر وخت د پښېمانتیا څرګندولو سره،  له خپلو وسلو سره یو ځای دوی ته ورغلي او ورسره یو ځای شوي دي.
د طالبانو خبرپاڼې د تسلیم شویو حکومتي منسوبینو اجمالي شهرت داسې ښودلی :
۱ــ د ولسوالۍ جنايي آمر الله بردي دملا دولت ګلدي زوی
۲ــ عبدالرسول د رحمت الله زوی
۳ــ حق محمد د الله نظر زوی د شورارق کلي اوسیدونکي
۴ــ عابد نظر د اولیاقل زوی
۵ــ دین محمد د پيرنفس زوی
۶ــ محمدجمعه د عبدالرحمن زوی
۷ــ نوبت ګلدي د ولي نظر زوی د توقي کلي اوسیدونکي
۸ــ عبدالرشید د سیدقلي زوی
۹ــ بیک مراد دسفر زوی
۱۰ــ سخي د هارون زوی
۱۱ــ الله بردو دهارون زوی د السلام پنجاه د کلي اوسیدونکي
۱۲ــ محمدحلیم د حق مراد زوی د پس آرق د کلي اوسیدونکی
۱۳ــ عبدالله د پنجي زوی د بزآرق د کلي اوسیدونکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x