
د بګرام ۶۵ زندانيان خوشې شول
د غربي رسنيو له قوله نن پنجشنبه هغه ۶۵ زنددانيان خوشې شول چې دا څو کاله د بګرام په زندان کې بنديان وو. رسنيو ويلي وو چې، حکومت دغه بنديان له بګرامه کابل ته راوړي او ډېر زر به خوشې شي.
شيبه مخکې د بګرام د زندانیانو د دوسيو د څېړلو د کميټې مشر عبدالشکور دادرس د بنديانو د پريښودو پر مهال رسنيو ته و ويل چې دغه بنديان يې له دې امله خوشې کړل چې هيڅ تور پرې نه ثابت شوی.