fbpx

د دوو اولادونو د توپیرونو په اړه معقولې هیلې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

کله چې خپل ماشومان ستروئ او د هغوی په خپلواکو او توپیري شخصیتونو باندې پوهېږئ، هیله لرئ، چې له یو بل سره توپیرونه ولري، خو کله وخت دوه اولادونه، د هغو اړخونو له پلوه، چې مخکې مو هېڅ هیله هم نه لرله، توپیرونه لري .

د بېلګې په توګه : ښایي دویم اولاد مو د لومړي هغه په پرتله ډېره اشتها ولري او له هغه څخه ډېرې شیدې وخوري یا د هغه چلند د لومړي په پرتله د وړاند وینې وړ نه وي او د شور او غالمغال په نسبت له ځانه ډېر حساسیت ښکاره کړي .

دوه اولادونه ښایي د ودې او بشپړتیا د توپیري چټکتیا لرونکي واوسي او دا چې د یوه وده د بل پرتله ډېره پڅه ده، مه خواشیني کېږئ، د ماشومانو ترمنځ توپیر معمولاً د والدینو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي، خو د ځینو توپیرونو لیدل د خواشینۍ لامل ګرځي .

هر کله چې پلار او مور له ناڅاپي ستونزو او توپیرونو سره، چې د  خواشینۍ سبب یې ګرځي مخامخ شي، باید له ډاکټر، ښوونکي او یا له هغو دوستانو سره مشوره وکړي، کوم چې د دوی له خواشینیو او اندېښنو څخه خبر دي .
یوه د والدینو د تمې وړ مسئله، په ځانګړې توګه په څو لومړیو کلونو کې مفرطه ستړیا ده. دا ستړیا تر یوه بریده په بې خوبۍ یا زیات کار او د کور په دروند مسؤولیت پورې تړلې ده. والدین په دې کلونو کې د استراحت، ورزش او د سالمو او متوازنو خوړو جوړولو له پاره  موکه نه پیدا کوي . په دې اړه باید مور او پلار ته سپارښتنه وشي، چې ورځنی پلی مزل او د ښه سبا ناري خوړل هېر نه کړي .

دغه راز په څو لومړیو کلونو کې باید تمه ولري، د دوو ماشومانو له لرلو سره سره د کور مسؤولیت هم دروند دی او په کاري پروګرام او د کور کار په وېش کې او له نوي وضعیت سره جوړ جاړی به ستونزه را منځته کړي . په ډېری کورنیو کې د کور ډېری کار لکه : پاکول، پخلی او د ماشومانو ساتنه او پالنه د مور په غاړه ده . که چېرې ستاسو په کورنۍ کې هم دا دود شتون ولري، نو دوام به یې کومه ستونزه را منځته نه کړي او په دې بېلګه کې به  بدلون را وستلو ته کومه اړتیا پېښه نه شي .

خو په ځینو نورو کورنیو کې، په ځانګړې توګه، کله چې مور له کور څخه بهر کار کوي او د ټولنیز مسؤولیت لرونکې ده، د دندو وېش او له ماشومانو څخه د ساتنې دروند مسؤولیت ستونزمن کېږي او د دې ستونزې د حل له پاره باید ښځه او مېړه له یو بل سره خبرې وکړي او د حل لارې ولټوي .

هغه مېرمنې، چې له کار او مسؤولیت او د کورنۍ د غړو له غوښتنو سره مخامخ دي، تر ډېره کار یې له مفرطې ستړیا سره مخامخ کېږي . په دې کورنیو کې خاوند پرته له دې، چې د خپلې مېرمنې غوښتنې په تمه پاتې شي، له هغې سره دې همکاري وکړي او د هغې د درندې دندې یوه برخه دې په غاړه واخلي .

یوه بله ستونزه د مور او پلار ترمنځ د ماشومانو د روزنې د ټګلارې په ټاکنه کې نه همغږي ده . معمولاً مور او پلار د ماشوم د روزنې او انضباط په اړه بېلابېل باورونه لري. د باور دا اختلاف کله وخت سطحي او د سلیقې په اختلاف پورې اړوند کېږي او کله وخت ریښه ایز او د هغوی په کورنۍ روزنې پورې تړاو پیدا کوي .

کله وخت مور یا پلار د هغه ورته والي له امله، چې د ځان او یو د اولادونو ترمنځ یې ویني، د هغه په اړه یو ځانګړی احساس پیدا کوي . د بېلګې په توګه : ښایي پلار له خپل زوی سره ډېره مینه ولري او یا که خپله د کورنۍ لومړنی زوی دی، له خپل لومړي زوی سره ډېره مینه او لېوالتیا څرګنده کړي . د دې اختلاف په اړه باید مور او پلار خبرې وکړي، او له تعدیل سره یې د خپلو ماشومانو د روزنې له پاره ګډه تګلاره وټاکي .

سره له دې چې د والدینو له پاره، د خپلو ماشومانو تر څنګ وخت تېرول، ډېر په زړه پورې دي، خو کله وخت ژوند د هغوی له پاره دومره یو نواخت کېږي، چې هیله کوي له خواشینی پرته د ماشومانو له ساتنې څخه د خپل ځان د آرام او استراحت له پاره هم موکه ولري .

باید پوه شئ، چې د دوو ماشومانو سترول ستونزمن کار دی او ډېر کم کولای شئ، چې د تفریح او استراحت له پاره موکه پیدا کړئ .

ډېر کم میندې او پلرونه شتون لري، چې د ماشومانو د ساتنې او پالنې د ستړیا له امله  ځانونه د اولاد لرلو د تېروتنې په خاطر ونه رټي . تاسو هم نباید دا هیله ولرئ، چې د خپلو ماشومانو تر څنګ مو د ژوند ټولې شېبې ستاسو په خوښه تېرې شي .

په څلور کسیزه کورنۍ کې یو له نورو جالبو او په زړه پورې ټکو څخه داده، چې ځینې پېښې د نه وړاند وینې وړ، ښایي د والدینو له پاره په زړه پورې او هیجان را منځته کوونکې وي . د ماشومانو د ډېر شور او زوږ ترمنځ، چې کله وخت له خوښۍ او خوشالۍ او کله وخت هم له شخړې او جګړې سره مل وي، باید په یاد ولرئ، هغه څه سره، چې مخامخ یاستئ، له دوو ماشومانو سره د یوې کورنۍ د عادي ژوند یوه برخه ده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د