د کار اهمیت

 

         یوه سړي به په تبر باندي خلکو ته لرګي وړول ، غټ غټ لرګي به یې ټوټه ټوټه کول څو یې دسونګ له پاره تیار کړي ، یوه ورځ یوه ارواپوه ولیدی او ویې پوښته چې په دي کار سره د ورځي څو پیسې ترلاسه کوې ؟ هغه ورته وویل : لس ډالره . ارواپوه ورته وویل : زه به د ورځي سل ډالره درکوم له ماسره کار کوه ، خو زما کار له نورو خلکو بیل دی زما لرګي به دتبر په څټۍ (چپ لوري) وهې او دتبر په تیره خوله به یې نه وهې . ممزدور ورته وویل : په دي ډول خو لرګي نه ټوټه کیږې ! ارواپوه ورته وویل : ستا کار له ډالرو سره ده ته دي خپله مزدوري اخله لرګي په دي ډول وهه که ټوټه کیږې اویانه ټوټه کیږې پروا نه کوي . 
 
     سړي کار پیل کړ ، یو څه وخت یې لرګي وډبول وروسته دکار په عبثوالي پوه شو چې بي نتیجي لګیا یم او تش لرګي ډبوم ، زړه یې کار وانخیست ، بدن یې سست شو او ارواپوه ته یې سل ډالر ور واچول ورته ویې ویل : یاره خپلې پیسې دي واخله زه دا ډول کار نه کوم . ځم بیرته خپل کار کوم هغه لس ډالره راته ښه دي .ارواپوه  ډاکټر پوښتنه ورنه وکړه چې ولي ؟ ده ورته وویل : مابه چې کله به  مي لرګی په تبر وواهه او دوه ځایه به شو ، په بدن کې به مې د نشاط او بیداري احساس راپورته شو ، لرګی به چې دوه ټوټه شو ، وړې ټوټې به یې یوه بل لورته والووتلې او دتبر خوله به لرګي ته ننوتله هغه منظر ډیر خوند کاوه زه په هغه ډول کار روږدی شوی وم مابه هلته دبریالیتوب احساس کاوه . 
 
    لویدیځوالو پوهانو د کار په اړه څیړنې کړې دي هغوی دي پایلې ته رسیدلې دي چې کار اوبوختیا که ډیره کمه او نه ستړې کوونکي وي هم داد انساني بدن له پاره مثبتي پایلې لرې ، خپګان او روحي ستوماني له منځه وړي . وایې څوک چې بدني کار کوي هغوی دنیکمرغي احساس کوي .
     نن لويدیځواله نړۍ او نور پرمخ تللي هيوادونه دعلم اوتخنیک په برکت پلانګزاري او سختو کارونو دي مقام ته رسولې دي ، دعربو په ځمکه کې لوی څښتن تور زر راخوټولي دي خو د پوهې او بیکاري لامله یې په هر شي کې لویدیځ او دهغوکمپنیو ته احتیا ج دي .
 
       د متحده ایالاتو یو د پخواني ولسمشر روزویلټ په اړه یوځای لیکلې چې له کار سره یې بې کچه مینه لرله ، کله چې په کال ۱۹۰۰م کې د ولسمشري له پاره کاندید شو په انتخبابتي غونډو کې یې ۶۷۳ ویناوې وکړې او شل زره میله یې سفر وکړ ، په یوه غونډه کې د  دښمن له خوا  برید پرې وشو ، لاس یې مات شو اوپه سینه کې یې مرمۍ ونښتله ، روغتون ته یې له تګ نه انکار وکړ یو ساعت یې خبرې وکړې او وروسته روغتون ته ولاړ .
په اسلام کې دکار او عمل اهمیت خورا زیات دی پخپله مسلماني ټوله کار ده ،  ایمان  د زړه  عمل ده ، د الله په مخلوقاتو كې تفکر دعقل عمل ده، اوګڼ شمیر عبادات بدني او دغړو عملونه دي  : امنوا وعملوا الصالحات .  انبياو ګڼ شمیر کسبونه کړي دي لکه پښتوب ، زراعت ، شپني ، دلاس کار او داسې نور ، د امت علماو مختلف کارونه کړې دي او هغه کار ته نسبتي نومونه یې په تصنیفاتو او كتابونو باندي لیکلي دي ، لکه :الحداد، , الصواف، , القطان،,القفال، ,الآجري، الباقلاني، , الماوردي ، الساعاتي, الحلواني او…  
 
      زموږ ځیني لټ او تمبل خلک چې کارته وهڅول شي ځواب یې داوي چې هرڅه په نصیب اوقسمت دي ! یومسلمان پوه وایې : زه  هغه مسلمان یم چې د قسمت او نصیب په خبرو ایمان لري خو زما تجربه ده چې څومره کار زیات کوم هغومره مې  په نصیب او قسمت کې زیاتوالی راځي . ښکاره خبر ده چې څوک کار کوي هغه د کار په ډګر کې ژوندی پایلي او دکار میوه ترلاسه کوي او څوک چې خوبونه کوې هغه خوبونه ویني .   

 
یادونه: کیدی شي دا لیکنه مکرره وي،
خو فکر کوم په یوځل بیا خپرولو هم ارزي. 
 
 
حامدافغان
 
 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د