دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((نهمه برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۳۷: سوال: په روژه کي بې اختیاره قی وهل څنګه دی؟
ځواب: بې اختیاره قی وهل روژه نه خرابوي او نه ئې فاسدوي.
(مراقی الفلاح: ۳۶۲)

۳۸: سوال: په خوب کي شیطان خطا ایستل (احتلام) روژه فاسدوي که یا؟
ځواب: احتلام یا د شیطان خطاایستل هم روژه نه فاسدوي.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۷)

۳۹: سوال: که چیري په روژه کي غاښ وینې وکړي روژه څنګه ده؟
ځواب: که دغاښ څخه وینه ووځی او نس ته ولاړه نشي نو روژه نه په ماتیږي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)

۴۰: سوال: د جنابت په حالت کي راباندي سهار شو روژه مي څنګه ده؟
ځواب: د جنابت په حالت کي تر پیشلمي او سپیده چاودو وروسته په غسل کولو روژه نه فاسدیږي.
(درمختارمع الشامی زکریا ۳/ ۳۷۲)

۴۱: سوال: د خپلی میرمنې سره په روژه کي ساعت تیرول څنګه دی؟
ځواب: د روژې په حالت کي که یوڅوک له خپلی میرمنې سره ساعت تیرکړي دا روا ده په هغه صورت کی که چیری د انزال او جماع ویره نه وي.
(هندیه ۱/ ۲۰۰)

۴۲: سوال: که چیري مذي په روژه کي ووځي روژه څنګه ده؟
ځواب: د مذی په وتلو سره روژه نه ماتیږي.
(احسن الفتاوی ۴/ ۴۴۱)

۴۳: سوال: که چیری سهار په غاښونو کي د نخود په اندازه سره شی پاته وي روژه څنګه ده؟
ځواب: که د نخود تر مقدار کم خوراک په غاښ کي پاتي شي بیاله خولې څخه تر وتو پرته تیرشی نو روژه نه فاسدیږي. که اضافه وو بیا روژه فاسدوي.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x