د نن سرلیکنه

د کرزي اوامریکا ترمنځ راپیداشوي اختلافات د هیواد په سیاسي وضعیت څه تاثیر لرلای شي؟

نن ټکی آسیا- سرمقاله: داسې ښکاري چې د امنیتي تړون پرسر د کرزي او اوباما ترمنځ راپیداشوي اختلافات ورځ تربلې مخ په زیاتیدو او د هیواد سیاسي وضعیت یې تر مستقیم اغیر لاندې راوستی دی.

د تیرې دوشنبې په ورځ په ارګ کې د کرزي په مشرۍ امنیتي غونډې پریکړه وکړه چې بهرني ځواکونه نور په هیواد کې دافغانانو د نیولو اوپه خپلو زندانونوکې یې دبندي کولو اجازه نه لري .

په همدې غونډې کې د بګرام زندان د هغو ۳۷ تنوبندیانو چې امریکایان یې خطرناک بولي د پریښودلو پریکړه هم وشوه او اړوندو دولتي چارواکوته دستور ورکړای شو چې ژر تر ژره دي د هغوئ د خلاصولو په اړه اقدام وکړي.

که څه هم چې په هیواد کې میشتو امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د کرزي د دغه اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی ،خو د امریکا د کانګریس غړی، سناتور لیندسي ګراهام، چې په افغانستان کې د امریکایانو دپوځي ماموریت ترټولو ټینګ ملاتړی بلل کېږي وویل که د امریکایانو له خوښې پرته د افغانستان ولسمشر د بګرام خطرناک بندیان خوشي کړي نو دی به یې په غبرګون کې له یاد هیواد سره د سپینې ماڼۍ د ټولو مرستو د بندېدا غوښتنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي د کرزي وروستي موقف په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه له یوه نامعلوم وضعیت سره مخ کړي دي.

کله وايي چې د امنیتي تړون او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دپاتي کیدو په اړه خبره به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره کوو ، اوکله وايي چې که امنیتي تړون لاسلیک شي او که وځنډول شي په افغانستان کې به امریکايي پوځیان ترهغو پاتې وي چې تر څويې امریکایان د پاتي کیدو ضرورت لازم ګڼي.

په افغانستان کې د راتلونکي پوځي حضور په اړه د امریکایانو له دغه نا معلوم حالت څخه داسې جوتیږي چې هغوئ دا درک کړې چې د دوئ تیر دولس کلن پوځي ماموریت له ناکامي سره مخ وه ،نو ځکه یې په راتلونکي کې د هغه غزولوته زړه نشي ښه کولای .

خو امریکایان لکه چې په افغانستان کې دخپل راتلونکي ماموریت غزولوته زړه نشي ښه کولای همداراز بغیر له کومې لاسته راړنې دهغه پای ته رسول هم د امریکا دنړیوال پوځي وجاهت لپاره تاوان ګڼي.

په افغانستان کې روان سیاسي جریانات ، د انتخاباتو تر سره کیدل ، دامریکایانو او مخالفینو ترمنځ دسولې مذاکرات او په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې شتون ، دا هرڅه په نوموړي هیواد کې دامریکایانو دپوځي ماموریت تر غزولو او ځنډولو پوري تړلې موضوعات دی .

که چیري په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د مأموریت موضوع همداسې معلقه پاتې کیږي نوله دې سره به د انتخاباتو په شمول هغه ټولې په کار لویدلې پروسې چې د بهرنیو ځواکونو په پوځي اومالي حمایت پوري تړاولري خامخا متأثره کیږي؛ځکه چې د انتخاباتي پروسې ټول مالي تمویل د بهرنیانو پر غاړه دی او همدا راز یې د بهرنیو پوځیانو له شتون پرته د تر سره کیدو احتمال نه شونی کار دی .

پورتیو واقعیتونو ته په کتلو سره ویلای شو چې د کرزي او امریکایانو ترمنځ راپیداشویو اختلافات د هیواد په روان سیاسي وضعیت ډیره منفي اغیزه لري او همدا لامل دی چې دهیواد د ځینو سیاسیي کړیو په منځ کې یې د انتخاباتو د ځنډولو ګنګوسې راپورته کړې.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x