
عاجل: د ایران پر پارلمان ډله ییز برید روان دی / انځورونه او ویډیو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ایراني چارواکي وايي چې په تهران کې د د ایران پر پارلمان په ډله ییز برید کې تر اوسه ۷ تنه وژل شوي دي او جګړه لا روانه ده.
د دولت ابادي په نامه یوه امنیتي چارواکې چې په صحنه کې موجود وو، رسنیو ته وویل چې تر اوسه دوی د ۷ کسانو وژل کېدو تصدیق کولای شي، پنځه کسه د امنیتي ځواکونو څخه او دوه تنه بریدګر وژل شوي دی.
نوموړي ویلي چې تر اوسه هم په پارلمان کې دننه دوه بریدګر ژوندي دي او هغوی د ځان سره یو شمېر وکیلان او نور ملکیان برمته کړي دي.

د برید وروسته لومړی ویډیو:
First video emerges of the aftermath of Iran Parliament shooting incident#IranParliament pic.twitter.com/04WTu9PrnV
— Press TV (@PressTV) June 7, 2017
د ایران امنیتي چارواکي وايي چې پارلمان ته یې ټولې لاري تړلې دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
په یوه بل عاجل خبر کې د ایران دولتي تلویزون ویلي چې یوه وسلوال د خمیني په مزاره کې پر خلکو ډزي کړي دي چې له امله یې یو شمېر ملکیان ټپيان شوي دي.
یو شمېر نورو سرچینو ویلي چې د خمیني په مزارې کې چاودنې هم شوي دي او دوه تنه بریدګر د امنیت له خوا ژوندي نیول شوي دي. او د ځینو ایراني خبري پاڼو د راپورونو سره سم امنیتي ځواکونو د خمیني په مزار کې ۳ بمونه موندلي، یو وسلوال کس یې وژلی او یوه ښځه چې غوښتل یې ځانته چاودنه ورکړي، ژوندۍ نیولې ده.
د پارلمان مخته خلک را ټول شوي دي:
People gather outside Iran Parliament in central Tehran after the shooting incident #tehranshooting pic.twitter.com/OGZ90zchZS
— Press TV (@PressTV) June 7, 2017
احتجاز رهائن داخل مبنى البرلمان الايراني
https://t.co/Z3KKEGiIz2#عاجل pic.twitter.com/UUgGuk39W2— إرم نيوز (@EremNews) June 7, 2017
VIDEO: Gunfire inside #Iran Parliament HQ in #Tehran as siege continue. 7 people so far killed, more taken hostages – Media pic.twitter.com/kIh9IzWUof
— Live From Mogadishu (@Daudoo) June 7, 2017