نړۍ

کراچۍ: د پولیسو پر بس په چاودنه کې ۱۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی آسیا: نن سهار مهال د کراچي د شاه لطیف ټاون په سېمه کې د پاکستاني پولیسو یوه روزنیز مرکز ته نږدې، کارځي ته د روانو پولیسو پر بس موټر چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې د وژل شویو شمېر ۱۳ او د ټپيانو ۴۷ ته رسېدلی.

د چاودنې مسؤلیت پاکستاني طالبانو منلی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا په پېښور،صوابي او مردان سېمو کې د دوی د ملګرو د وروستیو مرموزو وژنو په کسات کې يې دا برید ترسره کړ.
د کراچۍ ښار د پولیسو یوه مشر محمد اقبال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دا برید د یوه ولاړ سوزکي موټر په مټ ترسره شوی ،چې دیارلس پولیس یې وژلي او د ځینو عامو خلکو په شمول ۴۷ تنه یې ژوبل کړي دي. د ده په خبره، د اکثره ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د پولیسو یادې سرچینې زیاته کړې، چې په دې بس کې ټولټال ۵۰ پولیس سپاره ول،چې سهار مهال له خپلو استوګنځیو تر  روزنیز مرکز پورې پکې لېږدول کېدل.
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه خورا زوروره وه او تر درې کیلومټرۍ پورې یې غږ اورېدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x