افغانستان

ددې انځورونو حقیقت څه دی؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې د دولتي ځواکونو یو انځور نشر شوی چې د طالبانو بیرغونه یې پورته کړي دي.

په انځور کې ښکاري چې لکه یو شمېر دولتي ځواکونه چې په لاریون راوتلي وي، نور عسکر یې ساتنه کوي او ځیني يې انځورونه اخلي.

طالبانو په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د خپل مشر په فرمان ۶۲ تنه عسکر خوشي کړه چې په هغو کې د ملي اردو، پولیسو او حتی اربکیان شامل وه. طالبانو وویل چې هغوی ته یې د لاري خرچه هم ورکړه تر څو تر کوره په خیر ورسیږي.

پر ټولنیزو پاڼو ځینې فعالان همدې ته په اشاره وایی چې دا هغه ۶۲ عسکر دي چې طالبانو خوشي کړي دي. خو دا حقیقت نه لري، ځکه چې طالبانو پر خوشي شویو بندیانو شرط لګولی چې بیرته به پخوانیو عسکري دندو ته نه ورګرځي او داسي نه بریښي چې خوشي شویو عسکرو دي خپله وعده داسي ژر ماته کړې وي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل په اصل کې دولتي ځواکونو هغه بیرغونه پورته کړي چې په دې وروستیو کې د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د جګړو وروسته د طالبانو له پوستو څخه نیولې دي. دوی دغه بیرغونه ددې لپاره پورته کړي تر څو وښيي چې د طالبانو پوستې یې په رشتیا هم نیولي دي.

تر اوسه په رسمي ډول نه هم طالبانو او نه هم دولتي اړخ په دې اړه څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x