نړۍ

امارات: له قطر سره هر ډول خواخوږي جرم دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال خپل ولس ته ګواښ کړی، چې پر ټولنيزو شبکو او نورو ځايونو کې له قطر سره خواخوږي قانوني جرم دی.

خليج ټايمز د اماراتو د لوی څارنوال جنرال حماد سيف الشمس له خولې ليکلي، چې متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان، بحرین او مصر سره په ګډه له قطر سره هر ډول اړيکې پرې کړي او له خلکو يې هم غوښتنه کړې، چې د خپلو حکومتونو په چارواکو باور وکړي او له قطر سره هېڅ ډول خواخوږي ونه ښيي.

سعودي عربستان او اماراتو پر قطر تور لګولی، چې د فلسطين حماس جهادي ډلې او د مصر له اخوان المسلمين سره خواخوږي لري او د جهادي ډلو مشرانو ته يې په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.

امارات وايي، چې قطر په عربي نړۍ کې د ترهګرو ملاتړی هېواد دی، خو قطر د اماراتي او سعودي چاروکو تورونه رد کړي او دا يې يوازې يوه بهانه بللې ده.

په ورته وخت کې کويت، عمان، ترکيې، روسيې او ځينو نورو هېوادونو قطر ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او غوښتنه يې کړې، چې خليجي هېوادونه دې د امريکا د خوښۍ لپاره په خپلو کې شخړې نه کوي.

خليج ټايمز د اماراتو د لوی څارنوال له خولې ليکلي، چې د قطر د پاليسۍ له امله د عربي هېوادونو او په ځانګړې توګه د اماراتو ملي امنيت له ګواښ سره مخ و او له همدې امله يې د قطر پر ضد د سختو ګامونو پرېکړه کړې ده.

لوی څارنوال ويلي، که په متحده عربي اماراتو کې هر چا له قطر سره خواخوږي وښوده او يا يې هم د اماراتو له پاليسۍ سره مخالفت وکړ، له سختې قانوني سزا سره به مخ شي.

لويه څارنوالۍ وايي، چې د پرمختللې ټيکنالوجي پر مټ به هغه خلک په نښه کړي، چې د اماراتو د پاليسي پر ضد له قطر سره خواخوږي لري او د نيول کېدو په صورت کې به له درې تر پنځلسو کالو په بند محکوميږي او پنځه لکه درهم به جريمه کېږي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل لومړنۍ ټويټر پيغام کې ويلي و، چې د قطر پر ضد د خليجي هېوادونو پرېکون د ده د سفر پايله ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت او ایران هم ويلي و، چې د قطر پر ضد د خليجي هېوادونو د پرېکون اعلان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اشاره شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدنعیم سادات

محترم لیکوال صاحب که مو د (پریکون) پر ځای ( پریکړون ) لیکلی وای سمه به وای ، مننه

اقبال

خلکو به دمغز پریمنځلو خبره کوله ماته حیرانوونکی وه چه مغز پریمنځل په څرنګه وی ، نن صبا راته په خپل هیواد کی بیلا بیل او په بیلو ایزمی رنګو مغز پرمنځل په ډاګه شول . ښه مثال یی د همدغه ساده سادات ورور نیوکی ته وګوره چه د پریکړون په ځای پریکون لیکل زمونږ د مظلوم اولس د اوسنیو پی شمیره غمیزو د کومی غمیزی دوا جوړیدی شی؟ پله ژبه کی چه ویونکی یی تر ټولو پرمخ تللی دی لکه د انګریزی ژبه په دی مخکی نه ده تللی چه انګریزانو یی ګرامر او د نورو ژبو لغاتونه لیری… نور لوستل »

محمد

محترم سادات صاحب ! په تشریحی قاموس کې یی د پریکون ژباړه په پرېکړون کړی ده –
پرېکون
[ prekū́n ] ( نر، م ) 1-لنډون، پرېکړون
نو که تاسو خپل دلیل ووایاست موږ ته به هم پوهی را په برخه سی . والسلام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x