نړۍ

داعش د ایران د برید مسؤولیت اخیستی، او د پارلمان دننه ویډیو یې نشر کړې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د اسلامي دولت ډلې (داعش) د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزارې د برید مسؤولیت په غاړه واخیست او داعش ته منسوب خبري اژانس «اعماق» د پارلمان د ننه ویډیو خپره کړه.

په ویډیو کې ښکاري چې د پارلمان یو مامور د خپل میز شاته ویشتل شوی پروت دی او بریدګر وايي: الهی ستا شکر دی، څه فکر کوی چې مونږ به ولاړ سو. او بیا ډزې کوي.

باید وویل شي چې له غرمې راهیسي داعشي بریدګرو د ایران پر پارلمان ډله ییز برید کړی چې د ایران امنیتي چارواکو په وینا ۴ تنو بریدګرو په کښي ګډون کړی، دوه یې وژل شوي او دوه نور اوس هم په پارلمان کې دننه پاته دي. او زیاته کړې چې یو شمېر وکیلان او مامورین په پارلمان کې تر اوسه هم برمته دي.

د ایران د بیړنیو مرستو یوه مسؤول ایراني رسنیو ته ویلي چې تر اوسه په جګړه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي او په لسګونو نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x