fbpx
کریستیانو رونالډو تر ګول وهلو وروسته

فټبال: د نړۍ تر ټولو ګران بیه لوبغاړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): لاندي انځور کې د فټبال په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړو انځورونه او د هغوی مرکزونه ښودل شوي دی چې لوبه په کښي کوي.

مثلا د ګول کیپر په حیث ایټالوی بوفان (BUFFON) تر ټولو ګران بیه لوبغاړی دی، نوموړی اوس مهال د ایټالوي کلب (یوفنټوس) لپاره لوبه کوي.

همداسي لاندي د لوبغاړو مرکزونه او د هغوی قیمتونه د یورو په حساب په ملیونو باندي تر انځور لاندي لیکل شوي دي.

یوه بله یادونه ددې عکس سره داهم ده چې مثلا کریستیانو رونالډو اوس مهال د ریال مډریډ لپاره د لومړني بریدګر (فارورډ) په حیث لوبه کوي، خو یو وخت چې یې د حریف ټیم په رسته اړخ کې د بریدګر د کومکې په حیث لوبه کول، قیمت یې تر بل هر چا زیات وو او تر اوسه هم د نوموړي د هغه وخت ریکارډ نه دی مات شوی.
اوس چې نوموړی د بریدګر په حیث لوبه کوي ، قیمت یې تر مخکني ماموریت کم دی او د قیمت په حیث یې ځای ایټالوي لوبغاړي هیګیون (HIGUAIN) نیولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د