tree

د هیواد او هیوادوالو په تنظیم او روزنه کي باید د وني له جوړښت نه اقتباس ؤشی

پوهه په دوه کوره ویشل شوي ده: علم الدین او حرفت، په افغانستان کي يې له پیل سره سم مراکز هم په دوه برخي ویشل کیږي چي مدرسه او مکتب ورته وایې، بدبختانه لدې وېش سره د ټولني ټولي  ناخوالي پیلیږي، تفصیل ته یې راځو.

افغانستان ته د اسلام له راتګ سره سم دیني علوم هم پیل شو، ستري هستۍ یې د دنیا په کچه ولرلې، او حرفت خو وه د ژوند یو ضرورت، مخکی له مخکي موجود ؤ، دا دواړه پوهي څنګ په څنګ سره روانی وې لارویانو یې یو له بل سره همکاري کوله سیالي یه هم مثبته وه،

د وخت واکمنو یاخو څومره نظر ورته نه کول او یاخو به یې مساوي حقوق ورکول، کله چي غازي امان الله خان مکتب ته نوښت ورکو او ورسره یې د حکومت مستقیم تمویلي میکانیزم نشر کړل، په څنګ کي یې د انساني عجز او یا د خارجي پشار له مخي هغه تعادل نه ؤ نیولی چي له پېړیو پېړیو دلته روان او افغانان یې يو له بل سره مرستي ته هڅول، له هغي ورځي وحدت کډه وکړه او د اختلاف قافله راله، موږ وینو چي ؤلس دوه ټوټې ده بعضي د مدرسې په نامه کار کوي او بعضي د مکتب، که څه هم د دوي په منځ کي هیڅ د اختلاف باعث نشته ځکه چي یوه طائفه په دیني چارو کي خدمت کوي او بله په دنیوي کي، نه بي دینه کیږي او نه بي دنیا خو بیا هم په خپل منځ کي زیات اختلافات لري، او پدې اختلاف کی ستر رول د حکومت دغه ناکام چلن ده، که دا نیزدې واکمنۍ وپلټو باور به مو وشي، الحضرت او ارواښاد داؤد هیواد ته په وفادارې شهرت لري مګر دا خلا یې نه وه ډکه کړیه، حرفوي متعلمینو ته یې د خپل وس مطابق هر څه مساعد کړي ؤ له ودانۍ نیولي تر کتابونو او د استاذانو تر معاشونو پوري یې هر څه رسمي ؤ، بر خلاف د دیني علومو د زده کونکو به یوه توره حجره وه او دري پوټي دروازه وه، په سوړسک یې ګوزاره وه او ریشکه به یې توښه وه، چا چي به یو کتاب لرل د کنډو په پټیو به یې پوښلی ؤ سروکال به مستعار ؤ.

د ترکي، ببرک، امین، او نجیب یادونه خو ځکه نه کوم چي هغوي خو په متعلمینو خداي ورکړې سا هم نه وه پېرزو او ژوندي به یې په ځمکه ننېستل ښه به دا واي چي نجیب اوس را ژوندی شوی واي او دا لیکنه ده کړي واي نو ؤلس ته به یې دا ناکامه نطریه ډیره ښه انځور کړیه وه، زما هدف په یو چا رد نه ده بلکي منظور مي دا ده چي د اختلاف جرړي ؤېستل شي، که چیرته حرفوي او دیني علومو له یوي منبع نه سرچینه اخستاي د طالبانو په نامه نظام ته اړتیا به نه واي ځکه چي تحصیل به مشترک ؤ او د ټول افغاني قشر به یو نوم او یو هدف ؤ، دا چي یوه قشر مستقیم حرکت پیل کړل علت داده چي دوي مستقیم روزل شوي دي او دا ځانګړنه یې امتیازي نه بلکي د انزوا له کبله شوي ده، دا کر چي هرچا کړی ده اوس یې د رېبلو بوج باید د ؤلس په غاړه نه ور واچوي په خپله دي مټي ور بډوهي او د شخصي امتیازاتو په قرباني سره دي دا کنډو ډک کړي، دلته زما هدف دا ده چي که افغانان غواړي د نورو ملکونو په څېر مشترک ژوند ولرو او ګډ کار وکړو نو لازمه ده چي د اختلاف دا سرچینه د اتحاد په مصدر بدله شي، که څه هم زما لدې پیشنهاد سره به بعضي کسان اساسیت ولري خو زه وایم  چي هر کس دنیوي ژوند او اخروي عمل ته اړتیالري، د دې لپاره چي دا چاري سمي سمبال کړي پوهي ته ضرورت شته، هرڅوک باید د ژوند کولو او د الله حضور ته د ورتګ لپاره لاري چاري ولټوي البته تخصص بېله موضوع ده، د اختلاف، بي سوادي، نیمګړتیا، ظلم، او بالأخره د ټولو ناخوالو د دې سوړي بندولو لپاره به بیل بیل نظرونه وي خو زما نسخه دا ده چي د هیواد او هیوادوالو په تنظیم او اتحاد کي باید د وني له جوړښت نه اقتباس وشي، تر څو مو ریښې پټي، تنه مو یوه، او د ثمرې خاښونه مو یو بل ته ښکلا او له یو بل نه دفاع شي؛ هغه داسي کیداي شي چي تعلیمي نظام تر ډیره حده متحد شي، د هري نوعي متعلمین په یوه دائره او په یوه نظریه وروزل شي، تر دوولس صنفه باید په هیواد کي نه د مدرسې په نوم او نه د مکتب په نوم روزنتون شتون ولري بلکي دریم نوم ورته انتخاب شي او نصاب یې هم د موجوده نصابونو مغذ او جامع وي، مطلب دا چي هم دیني او هم حرفوي مضمونونه په لوړه کچه ولري چي شاګرد د دوولسم له فراغت وروسته په مستقله توګه د ژوند دواړه چاري په مخ وړلاي شي، له هغه نه وروسته دي د تخصص مرکزونه ګوښي ګوښي وي او د هر فن تخصص دي ځانته اداره او دائره ولري، که داسي وشي هم به هریو له هره اړخه کامل یو او هم به متحد.

و السلام علیکم

عبد الرقیب رقیب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د