
د سولې د ټینګښت لپاره د طالبانو یو عملي اقدام
نن ټکی اسیا- سرلیکنه
د طالبانو مشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې په کندهار کې له خپلو بندې خانو څخه ۶۲ تنه دولتي جنګي بندیان خوشي کړي دي.
د طالبانو مشر دغه فرمان د روژې مبارکې میاشتې د درناوي په مناسبت صادر کړی او په ترڅ کې یې هغه جنګي بندیان بښل شوي چې طالبانو په مخامخ جګړو کې نیولي او له ځان سره ساتلي وو.
د طالبانو دغه سوله ییز اقدام له هره اړخه د ستاینې وړ اقدام دی او له شکه پرته چې د واقعې سولې د پلي کیدو په لاره کې به ډیرې مثبتې اغیزې ولري.
زمونږ هیواد چې د اشغالګرو لخوا د جګړې په ډګر بدل شوی او هره ورځ ورکې د وژنو، جراحتونو او اسارتونو پیښې تکراریږي د جګړې د یوه مهم لوري لخوا له قید او شرط پرته د لسګونو جنګي بندیانو آزادول یو د خوښۍ ډک زیری دی.
که جانب مقابل هم د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي سره په ورته عمل لاس پوري کړي او له خپلو محابسو څخه د هر ولایت په کچه د طالب په نوم بندي شوي افغانان خوشي کړي یقینا چې د سولې د ټینګښت او جګړې د خاتمې لپاره به یې یو عملي ګام اخیستی وي.
د هغې مصلحتي او شعاري سولې اغیزې هیواد والو ولیدلې چې یو شمیر تطمیع شوی کسان د سولې په نوم له دولت سره یو ځای شول.
د هغوی یوځای کیدا نه دا چې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته و نه کړای شوه ؛ بلکې د نظام په منځ کې یې د مزیدو قومي، لساني او تنظیمي حساسیتونو په را پورته کولو سره جګړه د نظام داخل ته نقل کړه.
همدا اوس چې په کابل کې د نظام د رسمي غړیو ترمنځ کوم کشمکش روان دی هغه ټول د هغې مصلحتي سولې لامل دی چې د ګډ حکومت مشر د خپل مصلحت لپاره یو شمیر له کاره لویدلې ټوپکماران د سولې په پلمه د خپلو سیاسي حریفانو د ځپلو په پلمه له ځان سره یوځای کړل.
د سولې په نوم مصلحتي هڅې او یا هم د بهرنیانو تر نظارت لاندې د سولې تیر ایستونکو وړاندیزونه هیڅکله هم په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لامل نشي کیدلای، لهذا که ګډ حکومت واقعا په هیواد کې د سولې د ټینګښت صلاحیت او اراده لري هغه باید داسې اقدامات ترسره کړي چې د عملي سولې ټینګښت ته زمینه سازي وکړي.
له دغو سوله ییزو اقداماتو څخه یو هم د بندیانو خوشي کول دی چې پیل یې د طالبانو مشر کړی او نوبت اوس ولسمشر غنی ته ولاړ دی .
وبه ګورو چې نوموړی د بندیانو د خوشي کولو په اقدام سره څومره د عملي سولې ټینګښت ته ژمن دی!