
د میانمار پوځي الوتکه غورځېدلې، ۱۱۶ کسان وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د میانمار (برما) هیواد یوه پوځي الوتکه چې په داخلي پرواز بوخته وه، په سمندر کې غورځېدلې او ګمان کیږي چې په کښي سپاره ټول کسان به وژل شوي وي.
د میانمار پوځي چارواکي وايي چې د الوتکې یو څه ټوټې په سمندر کې موندل شوي او د سپرلیو د موندلو هڅې روانې دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور سره سم د میانمار د پوځ مشر ویلي چې الوتکه په ځايي وخت پر یوه نیمه بجه شاوخوا غورځېدلې. او زیاته کړې داسي ښکاري چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله غورځېدلي وي ځکه چې په دغه وخت کې فضا صافه او موسم سم وو، .
د هوايي ډګر د معلوماتو سره سم په الوتکه کې ۱۰۵ سپرلي او ۱۱ تنه عمله وه. د سپرلیو په اړه ویل شوي چې اکثره یې د پوځي چارواکو د کورنۍ غړي او پوځیان دي.